ارګ: د ملاعباس غوښتنه د افغانستان د دښمنانو غوښتنه ده 

طالبانو غوښتي چې اشرف غني دې استعفا وکړي

افغان حکومت د ولسمشر غني‌ د استعفا په اړه د طالبانو د غوښتنې په اړه قوي‌ غبرګون ښودلی دی.

د ولسمشر ویاند دوا خان مینه پال د جمعې په ورځ جنوري ۲۹(سلواغه ۱۰) امریکاغږ ته وویل چې د افغانستان اساسي‌ قانون د ولسمشر کاري‌ دوره مشخصه کړې او د «نظام د مشروعیت اصلي‌ سرچېنه ولس» دی.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه: «په دې اړه قانون پوره وضاحت لري‌ او د ملا عباس غوښتنې د افغانستان د دښمنانو غوښتنې دي او هغوی د نظام ختمول غواړي چې موږ بېرته نویمو لسیزو ته ستنوي. زموږ دښمنان هغه خلک دي چې طالبانو یې په غېږه کې پناه اخیستې او له مذاکراتو وروسته هلته (پاکستان ته) ولاړل او هلته یې کورونه دي، هلته روزل کیږي، تجهیز کیږي‌ او د افغانستان د خلکو په ضد جنګیږي. خلک غواړي همدا نظام وساتل شي.»

ښاغلي مینه پال دا څرګندونې د طالبانو د مذاکره کوونکي ډلې د مرستیال عباس ستانکزي د هغه خبرو په غبرګون کې کولې چې وايي که اشرف «غني‌جګړه بنده کړي او ووايي چې استعفا کوي او د سولې لپاره قرباني ‌ورکړي، موږ حاضر یو د نوي حکومت لپاره او په همدې اړه خبرې وکړو.»

نوموړي دا خبرې په مسکو کې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره له ملاقات وروسته خبریالانو ته وکړې.

تر دې مخکې په خپله ولسمشر غني ویلي وو چې د ده مسولیت دا دی چې په دموکراتیک ډول بل منتخب ولسمشر ته واک انتقال کړي.

طالبانو د ۲۰۲۰د فبرورۍ په میاشت کې له امریکا سره د سولې تړون وکړ چې عمده برخه یې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل، له القاعده ډلې سره د طالبانو د اړیکو پرېکول او له افغان حکومت سره د سولې د خبرو پیلول وو چې جګړه ختمه شي.

اوس امریکايي چارواکي وايي طالبانو په خپلو تعهداتو وفا نه ده کړې،‌ خو طالبان دا خبره نه مني.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال وویل: « له امریکا سره د تړون په اساس یوشرط‌ دا و چې طالبان به تاوتریخوالی کموي او موږ به یو دایمي‌ او سرتاسري اوربند ته ځو.‌ خو برعکس طالبانو جګړه زیاته کړه اوتاوتریخوالی د دې په ځای چې کم شي، نور هم زیات شو. طالبان د سولې اراده نلري، اراده یې د جنګ ده.»

د تړون له مخې د ۲۰۲۱د مۍ تر میاشتې پورې باید ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، خو د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي تېره ورځ وویل د طالبانو لخوا د ژمنو نه عملي کول دا پوښتنه پیدا کړې ده چې ایا د راتلونکې مۍ میاشت کې به ټول امریکايي سرتیري له افغانستان څخه ووځي؟

د طالبانو استازي ملا عباس ستانکزي وویل چې د تړون په اساس امریکايي ځواکونه باید له افغانستان څخه ووځي او « که دوی له (ټاکلي مهالوېش وروسته) په افغانستان کې پاتې شول، موږ به یې هم ووژنو...»

افغان حکومت وايي چې طالبان په افغانستان کې د افغانانو په ضد جنګیږي.

د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ ‌ادارې اعلان کړی و چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر تر ټولو ټېټې کچې ۲۵۰۰ته راښکته شوی دی.