کرونا؛ افغان حکومت د اوربند په اړه د اروپايي ټولنې د وړاندیز هرکلی وکړ

افغان حکومت د کروناویروس له امله رامنځته شوي بشري وضعیت ته په کتو د اوربند ټینګېدو په اړه د اروپايي ټولنې د وړاندیز هر کلی وکړ.

د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر نن چهارشنبه مارچ ۱۸ (کب ۲۸مه) ویلي طالبان باید خپل بریدونه ودروي، ترڅو روغتیايي ټېمونه زیانمنو شوو سیمو ته ځانونه ورسوي.

تېره ورځ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رولاند کوبیا وویل، د امن په فضا کې ټولو سیمو ته د بشري مرستو رسولو لپاره باید عمومي اوربند رامنځته شي.

ښاغلي کوبیا ویلي:"د لومړنیو اقداماتو په توګه باید اوربند ټينګ شي، له بشري مرستو مالیه اخیستل بنده شي، د بشپړه خوندیتوب ډاډ ورکول شي او له دولت سره همکاري وشي."

طالبانو که څه هم د اوربند په اړه د افغان حکومت او اروپايي ټولنې د وړاندیز په اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو تر دې مخکې ویلي و چې دغه ډله له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له ټولو روغتیايي بنسټونو سره همکارۍ ته چمتو ده.

ښاغلي عمر پر خپل ټوېټر لیکلي: "طالبان باید پوه شي چې موږ د بشری وضعیت سره مخ یو چې د کوروناویروس له امله رامنځته شوی، دوی (طالبان) باید خپل بریدونه ودروي او روغتیایی کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې د افغانستان په ټولو برخو کې زیان من کیدونکو خلکو ته ځانونه ورسوي."

هغه همدارنګه ویلي، په ځينو سیمو کې د طالبانو د بریدونو په اړه راپورونه رسېدلي چې په وینا یې باید سمدستي ودرول شي.

وحید عمر له افغان سیاسي ډلو هم غوښتي چې له کروناویروس څخه د خوندیتوب په هدف د عامه پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي.

نوموړي یادو ډلو ته په اشاره ویلي چې اوس د سیاسي ګټې تر لاسه کولو وخت نه دی بلکې ټول باید په ګډه د افغانانو د ژغورلو لپاره په ګډه کار وکړي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

تر دا مهاله په دغه هیواد کې د کرونا ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې ۱۳ یې یوازې په هرات ولایت کې دي.