په ننګرهار کې د ارمان لوڼي غایبانه جنازه وشوه

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ارمان لوڼي غایبانه جنازه وشوه.

د غه جنازه چې د یکشنبې په ورځ د «سلواغې پر۱۴مه» د باچا خان مزار په انګړ کې تر سره شوه پکې لسګونومدني مبارزینو ګډون کړی و او تر جنازې وروسته یې د لر او بر یو افغان شعارونه یې ورکړل.

ارمان لوڼی په جنوبي پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی و چې تېره ورځ مازدیګر د بلوچستان په لورلايي کې د یوې جلسې پر وخت د پولیسو په اخ ‌‌‌‌‌‌ډب کې وژل شوی دی.

په جلال اباد کې د لوڼي د غایبانه جنازې پر وخت مدني فعال شریف الله ناصري وویل: "په دې وژنې سره د لر او پښتنو تر منځ هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول بېلوالی نه شي راوستلی."

یو بل مدني مبارز ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عرفان وویل دا لومړنۍ وژنه، نه ده چې د پاکستان پوځ یې کوي، بلکې ‌‌‌‌‌‌ډېر نور پښتانه یې هم وژلي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ به لا پیاوړی کېږي او لر او بر پښتانه هیڅکله نه سره بېلېږي، موږ ‌‌‌‌‌‌ډیورنډ نه منو او د لوی افغانستان غوښتونکي یو.

له جنازې وروسته لسګونو کسانو د لر او بر یو افغان شعارونه ورکړل او ویل چې نور د پښتنو وژل کېدل نه شي زغملی.

دا په داسې حال کې ده چې نن په کابل ښار کې هم د پاکستاني پولیسو لخوا د ارمان لوڼي د وژنې په غبرګون کې یو شمېر کسانو مظاهره وکړه.

مظاهره چیان مرګ پر پاکستان او د لر او بر یو پښتون شعارونه ورکول.

په بلوچستان کې د ارمان لوڼي وژنې پر ټولنیزو رسنیو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ نورو مبارزینو ویلي چې ارمان لوڼی د پاکستان حکومت وژلی دی.

ټاکل شوې ارمان لوڼی نن د بلوچستان په قلعه سیف الله کې خاوروته وسپارل شي.

ویل کېږي چې د نوموړي جنازې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښو غړو د ورتګ مخه نیول شوې ده.