وسله والو په شمالي‌ وزیرستان کې د نجونو یو ښوونځی په بمونو الوځولی

د پاکستان چارواکي وايي په دې اړه یې پلټنې پیل کړي

له شمالي وزیرستان څخه راپورونه وايي چې یو شمېر نا معلومه وسله والو د شیوا تحصیل په دره خېل سیمه کې د نجونو یو خصوصي ښوونځی په بمونو الوځولی دی.

د ښوونځي مسئولینو او پولیسو ویلي دي چې وسله والو د ښوونځي وسایل او کتابونه سوځولي وروسته یې د ښوونځي‌ ودانۍ په بمونو الوځولې ده. پېښه د پنجشنبې مۍ نهمه (ثور۲۰) په ځايي وخت سهار څلور بجې د شیوا تحصیل په دره خېل کې شوې ده.

د نجونو دا ابتدايي ښوونځی د «عافیه» په نوم و. د ښوونځي‌ څوکیدار قیوم خان امریکا غږ ډیوې څانګې ته وویل چې شاوخوا ۱۵ وسله وال د شپې ناوخته د ښوونځي په دیوالونو ور واوختل او د وسائیلو تر سوځولو وروسته یې ښوونځی هم والوځوه. نوموړي وویل چې امنیتي‌ ځواکونه په وخت سره ور ونه رسېدل چې د پېښې مخه ونیسي.

پولیس وايي په ښوونځي کې دوه کوټې او ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړ شوي ‌دي. د دغه خصوصي ښوونځي یو مالک سلیم خان وايي چې ښوونځی یې څه باندې یو کال مخکې په خپلو شخصي امکاناتو جوړ کړی و.

سلیم خان وویل چې دا ښوونځي د پولیسو له پوستې څخه درې کیلو میتره لېرې و او ۱۲۰ نجونو په کې زه کړې کولې. پولیس وايي د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې او لا معلومه نه ده چې دا کار چا کړی دی.

پاکستاني چارواکي ‌وايي چې په تېرو څو کلونو کې وسله والو څه باندې ۱۴۰۰ ښوونځي یا په بشپړ ډول او یا هم سربېرن سوځولي او ویجاړ کړي دي. حکومتي چارواکي وايي چې اکثریت دا ښوونځي یې بېرته رغولي دي.

د همدغه روان کال د جون په میاشت کې د خیبرپښتونخوا د ټانک ضلعې په کوټ کټ سیمه کې هم د هلکانو دووه ښوونځي وسوځول شول. تېرکال په بنو کې هم د نجونو یو بل ښوونخی سوځول شوی و.

په کومو سیمو کې چې ښوونځي سوځول شوي دي، پاکستاني طالبان او د پاکستان د حکومت ضد ځینې نور وسله وال مېشت او فعال دي. پاکستان په قبایلي سیمو کې ځو ځلې د وسله والو په ضد لوی پوځي عملیاتونه کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې پهافغانستان کې واکمن طالبانو له څه باندې دوو کالونو راهېسې له ابتدايي ښوونځیو ورپورته د نجونو په مخ د تعلیم دروازې بندې کړې دي.