غزني کې دوو زیارتونو ته اور اچول شوی

د غزني ولایتي چارواکي وايي دا دوه زیارتونه د دغه ولایت د مقر په ولسوالۍ کې ناپیژاندو وسله والو سوزولي دي.

د غزني ولایتي چارواکي وايي، ناپیژاندو وسله والو اوړمه شپه د دغه ولایت د مقر په ولسوالۍ کې دوه زیارتونه، چې څلور سوه کاله پخواني دي، سوزولي دي.

دا دوه زیارتونه د "بهاالحق بابا" او "ملا ولي نیکه" په نومونو یادیږي، چې خلک یې زیارت ته ورځي.

د غزني د ولایت د والي ویاند عارف نوري امریکا غږ اشنا راډیو ته د دغې پیښې په اړه وویل چې ناپیژاندو وسله والو د یکشنبې په شپه دغو دواړو زیارتونو ته اور اچولی، چې له امله یې د زیارتونو ګمبدې هم سوزیدلي دي.
ښاغلي نوري وویل " اوړمه شپه ناپیژاندو کسانو د مقر ولسوالۍ د زرکش په سیمه کې د بهاالحق او ملاولي نیکه زیارتونو ته اور اچولی دی".

هغه وویل چې د سوزیدلو وروسته د دغو زیارتونو ودانۍ هم راپریوتې دي.

هغه وویل امنیتي ادارو د دې پیښې په اړه پلټنې پیل کړي دي.

تراوسه چا د دغو زیارتونو د سوزولو مسولیت نه دی اخیستی. خو دمخه د ننګرهار په ولایت کې یو شمیر زیارتونه د وسله والو له خوا ړنګ شوي وو، چې د دغه ولایت سیمه ایزو چارواکو یې پړه د اسلامي دولت یا داعش پر وسله والو سړو اچولې وه.

د غزني ولایتي چارواکي وايي، تراوسه په دغه ولایت کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې د فعالیتونو په تړاو یې کوم راپور نه دی ترلاسه کړی او کیدای شي دا کار د نشه یې توکو روږدو د یخنې څخه د بچ کیدو لپاره دغو زیارتونو ته پناه وړي وي او زیارتونه سوزولي وي.

ښاغلي نوري وویل " د دغو قبرونو سوزول د داعش ډلې کړنو ته ورته دي، خو په غزني کې د دغې ډلې د وسله والو څرک لا نه دی موندل شوی".

غزني ولایت د افغانستان د ناامنو ولایتونو په ډله کې شمیرل کیږي. د دغه ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې طالب وسله وال فعال حضور لري.