د بورکینا فاسو پوځ د هیواد جمهور رئیس له واکه لیرې کړ

پوځ ویلي چې د هیواد اساسي قانون او ملي اسامبله یې منحل کړي.

په بورکینا فاسو کې سرتیرو د هیواد جمهور رئیس راک مارک کرستین کابوره له واکه لیرې کړی او د هیواد چارې د پوځ په لاس کې دي.

په لویدیځې افریقا کې پروت ددې هیواد پوځیانو په سرکاري تلویزیون کې د واک څخه د جمهور رئیس د لیرې کیدو اعلان وکړ او وې ویل چې د کوم تشدد پرته دا کار شوی.

د پوځ یو تورن د اعلان پر وخت وویل چې پوځي مشران د انتخاباتو لپاره د یوې نېټې په ټاکلو کار کوي چې ټولو ته د منلو وړ وي.

ویل کیږي چې د واک څخه د جمهور رئیس د لیرې کیدو نه وړاندې په پایتخت واګادوګو کې د جمهوري ریاست ماڼۍ سره نږدې سخته جګړه هم شوې خو د مرګ ژوبلې په هکله څه ندي ویل شوي او دا هم نده معلومه چې جګړه د چا تر منځ شوې.

سره لدې چې په لومړي سر کې داسې راپورونه ورکړل شوي و چې انقلابي سرتیرو جمهور رئیس او د حکومت غړي د ځانه سره بولي خو تر اوسه د جمهور رئیس ځای ځایګی ندی معلوم خو د ډګرمن پال هینري سنډاوګو ډامبیا لخوا په خپاره شوي اعلان کې ویل شوي چې دا کسان په یو خوندي ځای کې دي.

د پوځ په اعلامیه کې په جمهور رئیس کابوره تور لګیدلی چې د ملت په یووالي کې ناکام شوی او د هیواد ستونزې یې په سمه توګه نشوی اداره کولی.

د پوځ د اقدام نه وړاندې د ښاغلي کابوره ګوند ویلي و چې په هغه د وژلو ناکامه هڅه شوې وه خو نور جزیات یې نه و ورکړي چې دا هڅه چا کړې وه.

پوځي مشرانو ویلي چې د جمهور رئیس د واک څخه د لیرې کولو او نیولو تر څنګ یې د هیوا اساسي قانون او ملي اسامبله منحل کړي او سرحدونه یې تړلي دي.

غبرګونونه:

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دا د وخت نه مخکې ده چې په بورکینا فاسو کې دا پیښه کودتا وبلله شي او زیاته یې کړه چې په هغه هیواد کې وضعیت د بدلیدو په حال کې دی.

د وزارت ویاند نیډ پرایس وویل چې متحده ایالات د ښاغي کابوره د نیول کیدو په هکله خبر دي او د هغه د ژر تر ژره خوشې کیدو غوښتنه یې وکړه.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د وسلې په زور د حکومت د نیولو هر ډول هڅه په "سختو ټکو" غندلې او د کودتا د مشرانو څخه یې غوښتي چې" خپلې وسلې دې په ځمکه کښیږدي او د خوندیتوب ډاډ دې ورکړي".

په بورکینا فاسو کې د ۲۰۱۵ کال راپدیخوا حکومت د القاعده د شبکې او اسلامي دولت پورې د اړوندو ترهګرو ډلو سره په جګړوې ښکیل دی. پدې هیواد کې د څو اوونیو راپدیخوا د کودتا ګونګسې وې په ځانګړې توګه کله چې ترهګرو د تیر کال د نومبر په میاشت کې د دې هیواد په شمال کې په پوې پوځې اډې برید وکړ او ۴۹ سرتیري یې ووژل.
د پیښې په غبرګون کې جمهور رئیس کابوره د کابینې څو غړي او پوځي مشران د ډسمبر په میاشت کې له دندو وشړل.