د کندز په یو کلي کې ۳۰۰ ماشومان له واکسینه پاتې کیږي

په دغه ولایت کې د پولیو د څاڅکو ۱۱ کمپاینونه بشپړ شوي، خو په دغو کمپاینونو کې هم د کندوز د ښار مربوط د جرګذز په سیمه کې یوه وسله واله ډله په دغه کلي کې ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو د ورکولو مخالفت کوي.

د کندز د کتلوي معافیت مسؤل غلام جیلاني عطايي وايي چې په دغه کلي کې په تیرو یولسو کمپاینونو کې هر ځل ۳۰۰ تنه ماشومان د پولیو له څاڅکو ورکولو پاتي کیږي.

هغه وویل"د تیر کال له فبروري نه وروسته په ټول کندوز کې د پولیو د څاڅکو کمپاین ترسره کیږي او هیڅ ستونزه نه لري، خو د کندوز د ښار اړوند ملرغي سیمه کې د کمپاینونو پر وخت ۳۰۰ تنه ماشومان له واکسینولو پاتي کیږي".

په کندز کې د نړیوال صحي سازمان سیمه ایز مسئول ډاکټر عبدالصمد سدید بیا وايي، دوي هڅه کوي چې پدې کلي له واکسین څخه پاې شویو ماشومانو د پولیو څاڅکي ورسوي.

ده وویل"د ملرغي په سیمه کې ۳۰۰ ماشومان له واکسینو پاتي کیږي، خو په نور کمپاین کې هیڅ ستونزه نه لرو، زمونږ هڅې روانې دي او کیدای شي چې په راتلونکې کې دغه ماشومان هم واکسین شي".

د کندز یو عام وګړی عبدالمجید وايي چې په دغه ولایت کې امنیت بشپړ نه دي ټینګ نو ځکه په ځینو سیمو کې ماشومانو ته واکسین نه رسیږي:

هغه وویل"د پولیو واکسین په افغانستان کې ځکه مهم دی چې دلته د پولیو پیښې زیاتې دي، له پنځه کلونو کم عمره ماشومانو ته باید ورکړل شي، چې فلج نه شي، او له وسله والو ډلو باید غوښتنه وکړو چې د خپل کنټرول لاندې سیمو کې باید واکسینو ته اجازه ورکړي او ددغه واکسین په ذریعه خپلو ماشومانو ته د سالم لویدو زمینه برابر کړو".

په کندز کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کیږي چې کتلوي معافیت د مسئولینو پر وینا په ترڅ کې به یې ۳۷۰ زره ماشومان واکسین شي.