سیلابونو بنګله دېش کې څلور میلیون خلک زیانمن کړي- ملګري ملتونه 

په بنګله دېش کې سیلابونو څلور میلیون خلک زیانمن کړي

ملګرو ملتونو نن دوشنبه مۍ ۲۳(غبرګولي دویمه) وویل چې د بنګله دېش په شمال-ختیځ کې سیلابونو لږ تر لږه څلور میلیون خلک اغیزمن کړي دي.

راپورونه وایي چې په تېرو دوو لسیزو کې په دغه هېواد کې د داسې سیلابونو بېلګې لیدل شوي نه دي. سیلابونه له تېرې اوونۍ راهېسې پیل شوي دي.

د بنګله دېش حکومت وايي چې سیلابونو د «سیالهت» ولسوالۍ ۷۰ سلنه برخه او د «سونمګنج» ولسوالۍ ۶۰ سلنه برخه ډوبه کړې ده. د چارواکو په وینا لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه شوي او شاوخوا دوه میلیون نور له خپلو استوګنو بېځایه شوي دي.

چارواکي وايي سختو بارانونو، دوو مهمو سرحدي سیندونو، سورما او کشیره، د اوبو او د هند په شمال-ختیځ کې د اوبو د راوتلو له کبله یو بند مات شوی او سلګونه کلي یې ډوب کړي.

په بنګله دېش کې د سیلابونو د وړاندوینې او خبر ورکولو د دولتي مرکز مشر عارف الزمان بهیان وايي چې له ۱۹۷۰ راهېسې په دواړه سیندونو کې د اوبو سطحه تر بل هر وخت لوړه شوې ده.

هغه وویل: «دا د هېواد د شمال-ختیځ په تاریخ کې تر ټولو بد سیلابونه دي. تېره اونۍ په دواړو سیندونو کې د اوبو سطحه ۱.۷۵ مېتره وه چې د خطر تر کچې هم پورته ده.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندق د سیلابونو له کبله د اوښتو زیانونو اندازه لوړه ښيي او وايي چې په پنځو ولسوالیو کې «څه باندې څلور میلیون» خلک زیانمن شوي دي.

د بنګله دېش لپاره د دغې ادارې استازي شیلډن یټ وویل: «انسانانو، کورونو او ښوونځیو ته اوښتي زیانونه زړه ماتوونکي دي. د نورو کړکیچونو په څېر، په دغه کړکیچ کې هم ماشومان ډېر زیانمن شوي دي.»

د بنګله دېش حکومت په سیمه کې ټول ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي. لږ تر لږه ۳۵۰ ښوونځي د بیځایه شویو لپاره په سرپناه بدل شوي چې ۸۵۰۰ زیانمن شوي خلک له خپلو څارویو سره په کې مېشت کړل شوي دي.

د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې یو لوړ پوړي مقام نیای ډي سرکار وویل چې سیلابونه نور هم زیاتېږي او ۱.۲۳ میلیون خلک لا هم ایسار دي.

هغه وویل چې حکومت سیمې ته ۱۴۰ طبي ډلې استولي دي چې په سیلاب کې زیانمنو شویو او له اوبو څخه د پیدا کېدونکي ویروس په مخنیوي کې مرسته وکړي.

په بنګله دېش کې خلک له سختو موسمي بارانونو او سیلابونو سره اشنا دي، خو کارپوهان وايي چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو لوی علت د اقلیم بدلون دی.