سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د تګ بهیر بله اونۍ پیلیږي

سږکال به دیرش زره افغان حاجیان د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودې عربستان ته لاړ شي.

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، ټاکل شوې د راتلونکي دوشنبې په ورځ سعودي عربستان ته د حج د فریضې د ادا کولو لپاره د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پیل شي.

د ارشاد، حج او اوقافو د وزارت مرستیال داعی الحق عابد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د افغان حاجیانو پاسپورټونه چمتو شوي او په کابل کې د سعودي عربستان سفارت هم له تیرې ورځې د ویزو د ورکولو لړۍ پیل کړې ده.

ښاغلي عابد وویل " انشاالله زموږ لومړۍ الوتنه د اسد د میاشتې په دوهمه پیلیږي، چې د حاجیانو د لیږد بهیر به د ۲۴ ورځو څخه تر ۳۰ ورځو پورې دوام ولري".

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو د وزارت د معلوماتو له مخې سږکال ټاکل شوې چې تر دېرش زرو پورې افغان حاجیان د حج لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي.

دغو حاجیانو ته د حج د فریضې د ادا کولو پر وخت د خدمتونو د برابرولو لپاره به یو ۲۵۰ کسیز افغان خدماتي ټیم هم سعودي عربستان ته واستول شي.

د ارشاد، حج او اوقافو د وزارت مرستیال وايي، چې په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د افغان حاجیانو د اوسېدنې او د منا او عرفات ترمنځ د تګ راتګ لپاره د ترانسپورټي خدمتونو د برابرولو تړونونه د یو لوړپوړې افغان پلاوي له خوا چې د روژې په میاشت کې یې سعودي عربستان ته سفر کړی وو لاسلیک شوي دي.

هغه په تیرو کلونو کې د اوسېدنې د ځایونو په اړه د حاجیانو شکایتونو ته په پاملرنې وویل، چې سږکال چې حاجیانو ته کومې ودانۍ کرایه شوي، هغه نوې ودانۍ دي، چې په کې د اوسېدنې لازم سهولتونه هم شته دی.

سږکال سعودي عربستان ته د هرحاجي د سفر مصرف دوه زره پنځه سوه پنځوس امریکایي ډالره په پام کې نیول شوی، چې د تېر کال پر نسبت د هرحاجي په مصرف کې دوه سوه ډالره زیاتوالی راغلی دی.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال وایي، چې د مصرف د زیاتوالي علت د حج په مراسمو کې د سعودي عربستان د یو میلیون حاجیانو ګډون دی، چې ورسره د اوسېدنې د ځایونو کرایې هم لوړې شوي دي.

د حج په مراسمو کې د حاجیانو د لارښونې لپاره ۶۰۰ ښوونکي هم کارګمارل کیږي چې هر ښوونکی به ۲۶ حاجیانو ته د حج د فریضې د ادا کولو پر وخت لازمې لارښونې ورکوي.

حاجیانو ته د ناروغیو ضد واکسیون تطبیق کیږي

د حج د مراسمو په درشل کې د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او، په دغه مراسمو کې د ساري ناروغیو د خپریدو خبرداری ورکړی دی.

ډبلیو ایچ او، ویلي چې له دوو څخه ترڅلور میلیونو حاجیانو څخه چې هرکال د حج په مراسمو کې ګډون کوي، تر دوو میلیونو پورې یې بهرني حاجیان دي، چې د حج په مراسمو کې د بهرنیو حاجیانو ګډون د اوبا او کلورا په ګډون د ساري ناروغیو د خپریدلو اندیښنې زیاتوي.

د همدې اندیښنو له امله افغان حکومت پرېکړه کړې چې سعودي عربستان ته د حج لپاره تلوونکي حاجیان واکسین کړي.

تیره ورځ په ارګ کې د تدارکاتو د ملي کمیسیون په غونډه کې د افغانستان د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ وشوه، په دې مسئله خبرې شوي او پرېکړه شوې چې سعودي عربستان ته د تلوونکو حاجیانو لپاره دې د ساري ناروغیو پر وړاندې واکسین برابر شي.