افغانستان کې د جګړو شدت؛ اروپا د افغانانو په مهاجرت اندیښمنه ده

د افغفانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو په وتلو او پدې هیواد کې د جګړو په سختیدو سره اروپا په ځانګړې توګه ترکیه دې هیواد ته د افغانانو د مهاجرت د نویو څپو د پیل کیدو له وجې اندیښمنه ده.

اوسمهال هره ورځ شاوخوا دوه زره افغانان د ایران له لارې ترکیې ته ننوځي او د مهاجرت د چارو کارپوهان تمه لري چې د افغانستان په زیاتو سیمو باندې د طالبانو د کنترول په صورت کې کیدای شي دا شمیره زیاته شي.

پناه غوښتونکي د سخت سفر او ستونزو په منلو سره ځانونه ترکیې ته رسوي، تر څو له هغه ځایه اروپایي هیوادونو ته لاړ شي؛ هغه هیوادونه چې د هغوی منلو ته لیوال ندي او د پناه غوښتونکو د ورتګ د ورتګ د مخنیوي په پروګرامونو بوخت دي.

د افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن له تصمیم وروسته طالبانو خپل بریدونه زیات کړي او په لسګونو ولسوالۍ یې نیولي دي. اوسمهال د افغانستان په جنوب او لویدیځ کې درې ستر ښارونه -هرات، کندهار او لشکرګاه- د طالبانو تر محاصرې لاندې دي.

ډیر کم شمیر څارونکي پدې باور دي چې د افغانستان دولت به وتولنیږي چې د طالبانو د پرمختګ مخنیوی وکړي.

د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) په خپل تازه رپوټ کې تیره اونۍ ویلي چې د افغانستان حکومت د 'خپل پایښت له کړکیچ' سره مخامخ دی.

سیګار د افغانستان وضعیت "مبهم" ؛ڼلی او اندیښنه یې څرګنده کړې چې د اګست په میاشت کې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بشپړه وتلو وروسته ښایي په معنی لرونکې پڼه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ونشي کړای چې د طالبانو په وړاندې ودریږي.

هغه افغانان چې د ایران له لارې ترکیې ته ځي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خپلې راتلونکې په هکله اندیښنه لري.

اروپایي مشران د ایران او ترکیې له لارې د افغان مهاجرو د سیلاب د احتمال نه اندیښمن دي او ځانونه د مهاجرت نوي کړکیچ ته اماده کوي. هغوی هڅه کوي د افغان مهاجرو د ورتګ د مخنیوي لپاره د ترکیې سره په یوې موافقې کار وکړي.

ترکیې په ۲۰۱۶ کې د اروپایي ټولنې سره یو تړون لاسلیک کړ چې د مالي مرستو په ګډون د یو لړ امتیازونو په بدل کې اروپایي هیوادونو ته د مهاجرو د ورتګ مخنیوی وکړي.

ترکیه اوسمهال د څه دپاسه څلور میلیون مهاجرو کوربه ده چې شاوخوا ۳.۷ میلیون یې سوریایي مهاجر دي.

که څه هم چې اوس اروپایي هیوادونه په لنډمهاله حل لارې تمرکز کړی او د مهاجرت د ۲۰۱۵ کال د ازادو دروازو سیاست ته بیرته تګ ته هیڅ لیوالتیا نلري د اروپایي اتحادیې یو لوړپوړي دپلومات د امریکاغږ ته وویل: "افغانستان د امریمايي ځواکونو له وتلو وروسته د مهاجرت سخت مشکل رامنځ ته کوي او مونږ تمه لرو چې ښایي زیات شمیر خلک هڅه وکړي چې د طالبانو نه وتښتي."

په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې شاوخوا یو میلیون مهاجر اروپا ته لاړل چې زیات شمیر د سوریې، افغانستان او افریقایي هیوادونو څخه وو.