په کابل کې د عاشورا ورځې لپاره سخت امنیتي تدابیر

په کابل کې د عاشورا د ورځې یوه څنډه

نن د دوشنبې په ورځ په کابل کې د محرم الحرام د لسمې د عاشورا د ورځې د لمانځلو لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

ددغې ورځې د یادونې لپاره د کابل ښار په هغو جوماتونو او تکیه خانو کې چې د افغانستان د تیر حکومت او نوي حکومت لوړپوړي چارواکي ورغلي وو، د ویر او ماتم لوی لوی غونډې جوړې شوې وې.

جمهور رئیس اشرف غني د عاشورا د ورځې په مناسبت د حاجي نبي د امید سبز په ښارګوټي کې یو جومات ته ورغلی و.

خو جمهور رئیس غني دې غونډې ته کومه وینا ونه کړه، د هغه په ځای دوهم مرستیال محمد سرور دانش ماتم کوونکو ته وینا وکړه او هغوی ته یې وویل چې ده او جمهور رئیس یو ځای د عاشورا د ورځې له امله په کابل کې د امام حسن د وینې بانک ته خپله وینه ډالۍ کړه.

ښاغلي دانش وویل" څو شیبې وړاندې د جناب جمهور ریس په ملګرتیا د امام حسین "ع" د وینې بانک ته د وینې د ډالۍ کولو په مراسمو کې مې برخه لرله دا دافغانستان مسلمانو خلکو ته ډیر د ویاړ ځای دی چې د عاشورا په ورځ د هیواد لومړی شخص د افغانستان جمهور رئیس د حسیني عاشورا په مناسبت خپله وینه د امام حسین "ع "د وینې بانک ته ډالۍ کوي".

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرائیه ریس عبدالله عبدالله او پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د ایت الله محسیني د خاتم النبیین مدرسې ته ورغلي و.

که څه هم پخواني جمهور رئیس د ماتم غونډې ته وینا ونه کړه خو اجرائیه رئیس دې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د سولې، ثبات او د ادارې د پیاوړتیا په هکله د خپل حکومت د هڅو یادونه وکړه ، وویل چې په افغانستان د عادلانه سولې او امنیت ټینګیدل د ټولو افغانانو ګډه هیله ده.

ښاغلي عبدالله وویل "د افغانستان د خلکو سره زمونږ وعده دا ده چې د سولې په لاره کې چې هرقدم اخیستل کیږي خپل ولس به پرې خبر وو، هغوی سره به پرې مشوره کوو، او د خلکو له غوښتنو سره سم به حرکت کوو".

اجرائیه رئیس د حکومت د پروګرامونو نه د خلکو ملاتړ د ستونزو د هوارولو په برخه کې هم مهم وباله وویل چې د حکومت د پروګرامو نه د خلکو ملاتړ ضروري دی.

ښاغلي عبدالله تیر ماښام په کندهار کې د دغه ولایت د مرستیال د وژلو دپیښې یادونه هم وکړه وویل چې جمهور رئیس د پیښې د پلټنې لپاره یو هییت ګمارلی دی.

په افغانستان کې د عاشورا د ورځې له امله عامه رخصتي ده.

په کابل کې د عاشورا د ورځې د لمانځلو لپاره ځانګړي امنیتي ترتیبات نیول شوي وو.

په ښارکې د شیعه ګانو جوماتونو او تکیه خانو په لور اکثره غزیدلې لارې د موټړو د تګ راتک پرمخ تړل شوې وې.

په کابل کې دعامې رخصتۍ له امله په ښار کې دوکانونه تړلي وو.

په د تیرو دوو ورځو کې د اورښت د وریدلو او عامې رخصتئ له امله نن د کابل ښار اکثره لارې کوڅې خالي وې.