طالبانو د عاشورا په ورځ د تیلیفوني شبکو فعالیتونه بند کړي

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دمخه کلنو کې کابل کې د محرم د لمانځلو لپاره ددغه ښار په اکثرو برخو کې د ماتم دروازې لګول کیدلې او د ښارپه ټولو برخو کې ددغې ورځې بیرغونه ځړول کیدل. (عکس ارشیف).

د طالبانو حکومت نن سه شنبه جولاۍ ۱۶ ( چنګاښ ۲۶) په کابل او ځینو نورو ښارونو کې د عاشورا په ورځ مخابراتي شبکې بندې کړې او یو لړ نور سخت تدابیر یې هم نیولي وو.

د طالبانو امنیتي ځواکونو د کابل په لویدیځ کې، چې زیات شمیر اوسیدونکي یې شیعه افغانان دي، د نورو ورځو په پرتله د عاشورا په ورځ زیات امنیتي تدابیر نیولي وو او ځینې لارې او کوڅې یې تړلې وې.

همداشان د طالبانو د حکومت د مخابراتو وزارت د ګرځنده تیلیفوني شبکو فعالیتونه هم د سه شنبې د ورځې په اوږدو کې ځنډولي، چې خلک یې د اړیکو د نیولو په برخه کې د ډیرو ستونزو سره مخامخ کړي وو.

د طالبانو حکومت سږکال هم په کابل کې د جوماتونو او تکیه خانو بهر د ماتم د غونډو د جوړولو په ګډون د محرم د ماتم کوونکو په مراسمو باندې یو لړ محدودیتونه لګولي وو. همداشان د محرم الحرم د پیل راهیسې د طالبانو امنیتي ساتونکو له ماتم کوونکو غوښتي، چې د محرم اړوند مراسم دې یوازې د جوماتو او تکیه خانو دننه وکړي.

د یو شمیر شیعه ماتم کوونکو د وینا له مخې د طالبانو د امنیتي ساتونکو له خوا د جوماتونو او تکیه خانو څخه بهر د عاشورا د مراسمو د لمانځلو سره د مخالفت سره سره یو زیات شمیرماتم کوونکي د ښار واټونو ته هم راوتلي و.

یو شمیر ماتم کوونکو امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو حکومت سږکال د تیرو دوو کلنو پرتله د عاشورا د مراسمو پر لمانځلو محدودیونه زیات کړي وو او یو لارښود هم د شیعه مذهبي مشرانو سره شریک کړی و. ددغه نوي لارښود له مخې په ځینو سیمو کې د عاشورا مراسم محدود شوي.

د رپوټونو له مخې طالبانو ساتونکو د هرات ولایت په ګډون په ځینو ولایتونو د محرم په مناسبت ځړول شوي بیرغونه ښکته کړي او د تکیه خانو او جوماتونو بهر یې د ماتم کوونکو د غونډو د جوړیدو مخه نیولې ده.

د طالبانو حکومت ویلي چې دا اقدامات یې د عاشورا د ماتم کوونکو د ژوند د خوندیتوب لپاره د امنیتي دلایلو مخې کړي خو د طالبانو دا اقدامات د ځینو شیعه مذهبو مشرانو د تندو انتقادونو سره مخ شوي دي.

د کابل سربیره د هرات په ولایت کې هم د عاشورا مراسم د سختو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره شوي.

د چنګاښ په ۲۲مه شپه یو زیات شمیر شیعه ګانو په داسې حال کې چې د عاشورا د مراسمو بیرغونه یې لیږدول د هرات ښار سره نږدې د حاجي عباس سیمه کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رئیس احمدالله متقي څرګندونو په غبرګون کې چې د عاشورا په مراسمو کې د "سیاسي او خارجي بدعت" اړوندې څرګندونې کړې وې اعتراضي غونډه کړې وه. خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې احمدالله متقي د عاشورا مراسم بدعت نه دی ګڼلی. هغه ویلي چې شیعه ګان د مذهبي مراسمو په ترسره کولو کې په بشپړ ډول خپلواکه دي.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دمخه کلونو کې کابل کې د عاشورا د لمانځلو لپاره ددغه ښار په اکثرو برخو کې د ماتم دروازې لګول کیدلې او د ښارپه ټولو برخو کې ددغې ورځې بیرغونه ځړول کیدل. خو سږکال د تیرکال په څیر دا مراسم تر ډیره د شیعه ګانو سیمو ته محدود شوي دي.

کابل کې داعش د یوې شبکې د غړو نیول

په همدې حال کې د المرصاد په نوم د طالبانو حکومت ته یوې نږدې رسنۍ د اپور له مخې د طالبانو امنیتي ادارو د تیرې چهارشنبې په ورځ جولاۍ لسم ( چنګاښ ۲۰) د کابل په پنځمه ناحیه کې د اسلامي دولت د خراسان د څانګې داعش د وسله والو پر یو پټنځای د عملیاتو خبر ورکړی او ویلي دي چې ددې عملیاتو په ترڅ کې د داعش د ډلې د یوې شبکې مهم غړي نیول شوي دي.

المرصاد ویلي چې دغې شبکې غوښتل د عاشورا په مراسمو باندې مرګوني وکړي.

المرصاد ویلي: "د دې پټنځای مسؤول يو داسې افغان و چې په يو ګاونډي هيواد کې اوسيده، د داعش خراسان څانګې له خوا چې مرکز يې په بلوچستان کې دی جذب شوی، لومړی يې يوه پاکستانۍ تبعه ميرمن په نکاح ورکړې او بيا یې له روزنې وروسته افغانستان ته را استولی دی."

المرصاد ویلي چې په نيول شویو کسانو کې د داعش هغه غړي هم شامل دی چې څو مياشتې مخکې يې د کابل ښار په خوشحال خان مینه (کوټه سنګي) کې د شیعه ګانو په موټر بريد کړی و. تراوسه د المرصاد دا راپور د خپلواکو سرچینو له خوا نه دی تائید شوی. همداشان داعش ډلې هم په اړه تراوسه کومه تبصره نه ده کړې.

د اسلامي دولت د خراسان د څانګې داعش پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته په تیرو نږدې دریو کلنو کې د کابل او هرات په ګډون د افغانستان په څو ښارونو کې مرګوني بریدونه ترسره کړي چې اکثره په کې د شیعه مذهب ملګي بې ګناه وکړي په نښه شوي دي.