د اسیا کپ کرکټ سیالیو لومړۍ لوبه د افغانستان او سري لانکا ترمنځ ده

د اسیا کپ په تېرو سیالیو کې د افغانستان او سري لانکا د لوبې یوه صحنه

ټاکل شوې چې سبا شنبه اګست ۲۷ (سنبله۵) د اسیا کپ د کرکټ سیالۍ پیل شي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د هند، پاکستان، سري لانکا، بنګله دېش او هانک کانګ لوبډلې دي. هانک کانګ د اسیا د دویمې درجې له یو شمېر نورو هېوادونو سره تر سیالیو وروسته اسیا کپ ته لاره وکړه.

ټولې لوبډلې په دوو ګروپونو الف او بي باندې وېشل شوي دي.‌ افغانستان په بي ګروپ کې دی چې له سري لانکا او بنګله دېش سره به مخامخېږي. د اسیا کپ په تېرو سیالیو کې افغانستان دغو دواړو لوبډلو ته ماتې ورکړې دي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي اماراتو ته رسېدلي دي او په تمرینونو بوخت دي. د لوبډلې روزونکي رئیس احمدزي امریکا غږ ته وویل چې لوبغاړي ښه دي او لوبو ته یې چمتوالی هم ښه روان دی.

د افغانستان دویمه لوبه به د را روانې سه شنبې په ورځ له بنګله دېش سره وي.

سږکال دا لوبې شل اوریزې دي، ځکه چې څو میاشتې وروسته په استرالیا کې د شل اوریز نړیوال جام لوبې پیلېږي او دا د دغو اسیايي لوبډلو لپاره د نړیوال جام سیالیو ته د چمتوالي یو بهیر هم بلل کېږي.

تېر اسیا کپ د کرونا ویروس له کبله وځنډول شو، د کرکټ نړیواله شورا وايي‌ چې ټاکل شوې وه چې دا لوبې په سري لانکا کې وشي خو هلته د سیاسي او اقتصادي‌ ستونزو له کبله دا لوبې اماراتو ته انتقال شوې. د لوبو کوربه هېواد اوس هم سري لانکا ده.

اټکل دا دی چې په دغو لوبو کې به د هند او پاکستان ترمنځ‌ لوبه ډېر نندارچیان ولري، دا دواړه هېوادونه په سیاسي لحاظ ښه اړیکي نلري‌ او دا روابط په لوبو باندې هم خپل اغیز شیندلی دی. د دوی ترمنځ لوبه د یکشنبې په ورځ ده.

د اسیا کپ دا شپږ ټیمونه به په خپلو ګروپونو کې له یو بل سره لوبې کوي‌ او د هر ګروپ د سره دوې لوبډلې به دویمې د څلورو غوره لوبډلو مرحلې ته ځي چې هلته به بیا هم له یو بل سره لوبېږي او نهایتآ د سرې دوې لوبډلې به یې پایلوبې ته وځي.

هند تر نورو لوبډلو د اسیا کپ اتلولۍ ډېره اووه ځلې ګټلې ده. دا لوبې د دوبۍ او شارجې په کرکټ لوبغالو کې کېږي.

افغانستان تر دغو سیالیو مخکې په ایرلنډ کې له ایرلنډ سره د پنځو شل اوریزو لوبو لړۍ ۳-۲ وبایلله.