د نړۍ د دوو سترو گڼ نفوسو هیوادونو چین او هند په پایتختونو کې د سه شنبې په سهار خړو ګردونو سړکونه او لارې کوڅې پټې کړې وې؛ د چاپیریال د ساتنې ادارو خلک په زیات سرعت د ګاډو له چلولو منع کړي دي.
نن د چین په پایتخت بیجینگ کې د چاپېریال د ککړتیا له کبله دویمه اضطراري ورځ وه، پایتخت ډېري فابریکې تړل شوې وې او لسګونه زره ګاډي درول شوي او مکتبونه تړل شوي وو.
چارواکي وايي د اضطراري حالت د اعلان مقصد دا دی چې خلک زیات پام وکړي او د ککړتیا مخه ونیول شي او دود او لوگي کم تولید کړي.
ککړه هوا او ناروغتیا
د ترلاسه شوې احصایې نه معلومیږي چې د هوا د ککړتیا او گرد او غبار دلاسه خلکو ته د روغتیا مشکلات هم پېدا کېدی شي.
په بیجنگ کې د بهرنیو چار د اړیکو په شورا کې د روغتیايي چارو مسول زن هونگ وايي دا اول ځل نه دی چې په بیجنگ کې دومره خرابه هوا لیدل کیږي.
بلخوا د هند په پایتخت نوي ډهلي کې د لسو کالو پخواني کمپاین نه پس یو ځل بیا د سخت ککړ چاپیریال ننداره وه، اوس چې کومه خرابه هوا په نوي ډهلي کې لیدل کیږي هغه په نړۍ کې ساری نه لري.
په بیجینګ کې د ګرد او غبار له کبله اضطراري حالت اعلان شوی دی.
په نوي ډیلي کې کارپوهان وايي چې "په ژمي کې خو دا گرد بلکل د خلکو د سترگو مخې ته گرځي، هغه ویني، حسوي یي او له ستوني ېې تیروي."
د نړیوال بانک په وینا په هند کې د خرابې هوا له کبله د خلکو عمرونه هم د نورو په نسبت کم دي او د چاپیریال د پاکولو په کار یې قریب ۱۸میلیارده ډالره کلنۍ مصرف هم راځي.
د اسیا په نورو برخو لکه د ایران په تهران ،اصفهان او ارک ښارونو کې هم مکتبونه د تېرو دریو ورځو راهیسې بند دي.
دا د هوا د ککړتیا له کبله د کال ٢٠١٠ نه پس اول ځل دی چې ایران کې داسې سخت مشکل پیښیږي.