د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد اصف توخی د وسله والو طالبانو د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن شنبه سپټمبر۱۹(وږې۲۹) ویلي چې د نوموړي پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه په ځايي وخت سهار په۹:۵۰ دقیقې یحی خېلو ولسوالۍ ته پر لار شوې ده.
په ژورې خواشینۍ سره نن سهار ۹:۵۰ دقیقې د پکتیکا ولایت د امنیت امر سمونوال محمد اصف توخی پداسې حال کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله شهید شو، چې غوښتل یې یحیخېلو ولسوالۍ ته د دښمن د خوځښتونو د دفعې او له امنیتي پرسونل سره د مرستې په پار یادې ولسوالۍ ته ولاړ شي.
— Tariq Arian (@TariqArian3) September 19, 2020
بلخوا د پکتیکا د ولایتي شورا رئیس بختیار ګل ځدراڼ بیا امریکا غږ ته وویل چې د امنيت آمر محمد آصف توخی تېره شپه د اومنې ولسوالۍ په ”اته خونه‟ سيمه کې وژل شوی.
نوموړي زياته کړه چې هغه د طالبانو تر بريدونو لاندې امنيتي پوستو ته د مرستې لپاره ور روان و چې د سړک پر غاړه ښخ شوي ماين پرې چاودېدلی او وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.