عاصمه جهانگیر د پوځ په مقابل کې فولادي عزم لرلو

د پاکستان د بشري حقونو یو ستر نوم ، عاصمه جهانگیر چې په دغه هیواد کې یې د بشري حقونو د کمیسېون اساس ایښې و، مدام یې د پاکستان په پوځ او د استخباراتي ادارو په رول په کلکه او څرگنده انتقادونه کړي و.

اغلې جهانگیر چې د بشري حقونو وکیله وه، د زړه ورې مبارزې له کبله څو څو ځله بندي شوي وه.

اغلې جهانگیر د فبرورۍ په ١١ نیټه د ٦٦ کلنو په عمر کې د زړه د سکتې له امله وفات شوه. د هغې مړېنه په پاکستان کې د بشري حقونو مبارزې ته یو لوی تاوان گڼل کیږي.

د بشري حقونو په لړ کې دوامداره مبارزه

عاصمه جهانگیر په پاکستان کې د بشري حقونو او په خاصه توگه د ښځو د حقونو په برخه کې د پام وړ کارونه کړیدي. هغې په ١٩٨١ کال کې د ښځو لپاره یوه ځانگړې ټولنه جوړه کړه. د اغلې جهانگیر په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره په اساسي قوانینو کې د بدلون ځینې کوښښونه کامیاب شویدي.

هغې په پاکستان کې د ښځو د خپلې خوښې د واده کولو د قانوني حق لپاره مبارزه وکړله او په ٢٠٠٣ کال کې هغه په خپلو هڅو کې بریالۍ شوه. هغې همداشان د ناموس په نوم د ښځو د وژنو او په جائیداد کې د حق په برخه کې حکومت دیته مجبوره کړو چې قوانین جوړ کړي.

عاصمه جهانگیر د سلگونو داسې ښځو لپاره محکمې ته تللې ده چې د خپلو حقونو ترلاسه کولو کوښښ یې کاوه.

هغې په پاکستان کې د پوځي محکمو د جوړښت هم سخت مخالفت کاوه او دا یې د انساني حقونو نه سرغړونه بلله.

د پوځ په مقابل کې سخت دریځ

عاصمه جهانگیر د دیموکراسۍ او د مدني حقونو طرفداره وه او په دی وجه یې د پاکستان په سیاست کې د پوځ په کردار سخت اعتراضونه کول. عاصمه جهانگیر وایي چې د پاکستان ولس دې د پوځ نه ځانونه خوندي کړي ځکه چې هغوي د ترهگرو ملاتړ کوي او هغوي بې عقله دي.

د دیکتاتور ضیاالحق په دورې کې هغې د ځینو ځبونکو تگلارو او قوانینو په ضد په زغرده مبارزه وکړه او څو څو ځله پرې د پولیسو لخوا تشدد وشو. د دیکتاتورۍ په ضد د مبارزې له کبله هغه په ١٩٨٣ کې بندي شوه.

په ٢٠٠٧ کال کې د پاکستان یو بل پوځي ولسمشر پرویز مشرف هم هغه بندي کړله. اغلې جهانگیر د مشرف لخوا د اسلام اباد په سورجومات کې د عملیاتو په ضد په هغه سخت انتقادونه وکړل چې په خپلو خلکو یې زهرجن گاز استعال کړ. پرویز مشرف څو څو وارې د عاصمه جهانگیر په هکله منفي تبصرې کړیدي او هغه یې د گاونډي ملکونو جاسوسه بلله.

عاصمه جهانگیر په پاکستان کې د مذهبي او نژادي اقلیتونو د حقونو په لړ کې هم د پام وړ رول لوبولې دی. هغې په پاکستان کې د هغو لادرکه بلوڅانو او پښتنو قضیې محکمې ته وړاندې کړیدي چې د پاکستان استخباراتي ادارو د کورونو نه وړي دي او لادرکه دي.

عاصمه جهانگیر په ١٩٩٣ کال کې د یو عیسویي کورنۍ مدافع وکیله وه. په دغه کورنۍ تور و چې د اسلام دین ته یې سپکاوې کړیدي. عاصمه په داسې وختونو کې د هغوي طرفداري وکړه چې بل هیڅ کوم مدافع وکیل د هغوي قضیه نه کوله. اغلې جهانگیر دغه مشهوره قضیه گټلې وه.

په ټویټر خپگان او ستاینه

د عاصمه جهانگیر په مړینې په پاکستان کې زیاتو هغو کسانو چې مدني او حقوقي فعالان دي، په خپل ټویټر لیکلي چې نن پاکستان د یوې زړه ورې او باتورې ښځې نه محرومه شو

د پاکستان یو مشهور خبریال رضا رومي په خپل ټویټر لیکلي

"د ظالم په مقابل کې ریښتیا ویل، دا متل مونږ وایو او عاصمه جهانگیر د ژوند اصول و. هغې د خپل اخیرې ساه پورې د ملایانو، پوځ، قاضیانو، سیاستمدرانو او ټولو قدرتمندو په وړاندې مبارزه کړې."

د نیویارک ټایمز خبریاله مهرین زهرا ملک لیکي

"زه ویاړم چې عاصمه یوه میرمن وه، او په پاکستان کې نارینه هم د هغې پشان زړه ور نشته. هغې د ښځو، اقلیتونو، د ځبل شوو ټولنو د حقونو لپاره او د دیکتاتورۍ په ضد مبارزه کړیده".
د بشري حقونو فعاله ماروي سرمد وایي چې د عاصمه جهانگیر مړینه نه یواځې د پاکستان بلکه د ټولې سیمې لپاره تاوان دی.