کرونا سره مبارزه؛ افغانستان سره چا او څومره مرسته کړې؟

کرونا تر دې دمه افغانستان کې ۵۷ تنه مړه کړي او څه باندې ۱۷۳۰ نور پرې اخته دي

په افغانستان کې د کروناویروس د پېښو له ثبتېدو وروسته یو شمېر نړیوالو ټولنو او هېوادونو له افغانستان سره مالي، طبي‌ او د نورو مرستو ژمنې وکړې.

افغانستان د نړۍ د بې وزله هېوادونو له ډلې څخه دی د کروناویروس د وبا سره د مبارزې لپاره ډېرو مالي، طبي او نور امکاناتو ته اړتیا لري.

له افغانستان سره په مالي‌ مرستو سربېره د طبي وسایلو، درملو، د کرونا د تشخیص د وسایلو او غنمو مرستې هم شوي دي.

مالي مرستې

د اپریل په ۱۲نړیوال بانک ژمنه وکړه چې د کروناویروس سره د مبارزې لپاره به افغانستان سره ۱۰۴میلیونه امریکايي ډالر مرسته کوي. د دغو مرستو ۲۰میلیون یې څو ورځې مخکې افغان حکومت ته وسپارل شول. نړیوال بانک وايي دا مرستې به په افغانستان کې د کرونا سره په بېړنۍ مبارزه کې لګول کیږي.

په نړیوال بانک سربېره د اسیا پراختیايي بانک هم افغانستان سره د کروناویروس د مخنیوي په برخې کې د ۴۰میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړې او اروپايي ټولنې بیا افغانستان سره د ۱۱۷میلیونه یورو د مرستو ژمنه کړې ده.

نړیوال بانک ۲۰ میلیون ډالر افغان ته رسولي دي‌ چې کرونا سره مبارزه وکړي

امریکا هم ژمنه کړې ده چې د کرونا سره مبارزې لپاره به افغانستان ته څه باندې ۱۸ میلیون ډالر ورکوي.

په همدې حال کې د پیسو نړیوال صندوق اعلان کړی دی چې د کروناویروس سره د مبارزې لپاره له هغو هېوادونو سره ۵۰۰ میلیون ډالر مرسته کوي چې اقتصاد یې کمزوری دی.

په دغه لیست کې د افغانستان او یمن په شمول ۲۵هېوادونه شامل دي. خو دا نه دي ویل شوي چې افغانستان سره به کله او څومره مرسته کوي.

د مرستو په لګولو کې د فساد اندېښنې

افغان حکومت وايي د دغو مرستو لویه برخه د بهرنیو هېوادونو او بنسټونو له خوا افغانستان کې مرستندویه بنسټونو ته ورکول کیږي چې په خپله یې مصرف کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د اپریل په۱۹په کابل کې خبریالانو ته وویل: "د نړیوال بانک، د اسیا پراختیايي بانک او اروپایي ټولنې مرستې د افغانستان دولت ته نه سپارل کیږي بلکه دغه پیسې دغه هېواد کې د نړیوالو خیریه بنسټونو له خوا مصرف کیږي."

هغه زیاته کړه چې دغه پیسې تر اوسه افغانستان کې نړیوالو خیریه بنسټونو ته نه دي سپارل شوي او معلومه نه ده چې څه وخت به افغانستان ته راشي.

ښاغلي فیروز وویل: "د مالیې وزارت له خوا ۱۵میلیونه ډالر د عامې روغتیا وزارت ته د کروناویروس سره ده مبارزې لپاره سپارل شوي دي."

په کابل کې تر ټولو ډېر کسان په کرونا اخته دي

داسې اندېښنې شته چې ښايي په افغانستان کې د کروناویروس سره په مبارزه کې د بودېجې او مرستو په لګولو کې ډېر شفافیت نه وي او فساد وشي.

د اقتصادي چارو کارپوه بشیر شبیري وايي افغانستان په فساد کې ککړ هېواد دی او شک نشته چې په مصرفونو او مرستو کې به درغلۍ کیږي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "تاسو فکر وکړئ په بلخ کې د حکومت له خوا د چایو یو ترموز په پنځه زره افغانیو اخیستل شوی حال دا چې دغه ترموز په زر افغانیو خرڅیږي. د حکومت له خوا د بودیجې په مصرفولو کې د فساد په اړه هیڅ شک نشته."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر په شفافه توګه د بودیجې په مصرفولو باندې ټینګار کړی.

له افغانستان سره د امریکا د څه باندې ۱۸ میلیون ډالرو د مرستو په اړه د افغانستان د ولسمشر مرستیال امرالله صالح په خپل ټویټر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته لیکلي وو: "ستاسو له مرستو ډېره مننه. موږ منندوی یو. په دې هیله چې دا مرستې د نادولتي‌ادارو له لورې ونه لګول شي چې ۶۰سلنه به یې" د میزونو،‌ څوکیو، غونډو، د مشاورانو په فیسونو او نورو مسایلو ولګول شي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال توبي لنزر امریکا غږ ته وویل چې باید دا مرستې په سم او شفاف ډول ولګول شي.

هغه وویل:"افغانستان له یو تر ټولو ګواښونکي کړاو څخه تېروي. دا هغه وخت دی چې افغانان باید یواځې د خپل ځان په اړه فکر ونکړي، بلکې د خپلو ټولو وطنوالو په اړه فکر وکړي."

نورې مرستې

د مالي او طبي‌ وسایلو د مرستو تر څنګ، ځینو نورو هېوادونو بیا د کرونا سره د مبارزې په مهال له افغانستان سره د خوراکي موادو مرسته کړې ده.

چین چې د کروناویروس د زېږېدو اصلي مرکز بلل کیږي له افغانستان سره د طبي سامانونو د مرستې ژمنه کړې چې د دغو مرستو لومړۍ جوپه افغانستان ته رسېدلې ده.

چین چې د کروناویروس د زېږېدو اصلي مرکز بلل کیږي له افغانستان سره د طبي سامانونو د مرستې ژمنه کړې چې د دغو مرستو لومړۍ جوپه افغانستان ته رسېدلې ده.

هند له افغانستان سره د غنمو مرسته کړې ده

ازبېکستان د روانې میاشتې په پیل کې له افغانستان سره د ۳۰۰ټنه اوړو، ۱۵۰ټنه وریجو، ۵۰ټنو بوره، ۵۰ټنه غوړي او ۵۰ټنه صابون مرسته وکړه. لا معلومه نه ده چې افغان حکومت دا مرستې په خلکو وېشلې که نه.

هند بیا له افغانستان ته د ۷۵زره مېتریک ټنه غنمو د مرستو ژمنه کړې چې چارواکي‌ وايي ۵۰۰۰ ټنه یېتر چابهار بندر پورې رسېدلي دي.

له دې سره هند درملو مرسته هم کړې ده چې ۵۰۰۰ هېدروکسی کلوروکین او ۱۰۰زره د پاراستمول ګولۍ شامل دي. ویل کیږي دغه درمل په کرونا ویروس اخته کسانو ته ورکول کیږي.

متحده عربي امارات افغانستان سره د کرونا ویروس د تشخیص د وسایلو مرسته کړې. دغه مرسته د اپریل په څلورمه کابل ته ورسېدې.

د طبي وسایلو نشتوالی

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال کابل ښار کې ان د پولیسو یو شمېر سرتېري او د ښاروالۍ کارکوونکي د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره ابتدايي لوازم ماسکونه او دستکشې نلري.

په کابل سربېره د افغانستان جنوبي ولایت کندهار کې هم د صحي خدمتونو په اړه شکایتونه ثبت شوي دي.

د دغه ولایت د والي مرستیال عبدالحنان منیب د اپریل په ۲۲طلوع نیوز ته ویلي:"څلور ورځې مخکې کندهار کې د کرونا ویروس د تشخیص یو حوزویي مرکز پرانیستل شو. خو له درې ورځو راهیسې دغه مرکز کې د کیټونو(وسایلو) نشتون له امله د کرونا ویروس ټیسټونه نه کیږي."

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار بیا په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "دځینوستونزولهکبلهکندهارکېدټیسټونو/معایناتولړۍځنډېدلېده. دغهپروسهبهژرترژرهپیلشي."

افغانستان د کرونا سره د مبارزې لپاره پوره امکانات او وسایل نلري

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت رسمي ارقام ښيي چې کندرها کې تر اوسه۱۰۸مثبتې پېښې ثتبې شوي دي.

له بلې خوا د کرونا په اړه د همغږۍ کمیټې یو غړی چې خپله په کرونا ویروس اخته شوی و کابل کې د صحي خدمتونو ټیټ کیفیت په اړه نیوکه کوي.

سید جعفر راستین په خپل فیسبوک پاڼې کې لیکلي:"په ځان کې مې د کویډ-۱۹ناروغۍ ځینې علامې ولیدې، افغان جاپان روغتون ته مې دوه ورځې مراجعه وکړه. دوی زما ټسټ واخیسته خو پوره ۱۵ورځې وروسته نتیجه راووته چې کرونا ټسټ دې مثبت دی. تاسو فکر وکړئ په دغې مودې کې به ما څومره کسانو سره لیدلي وي؟ دې ته په کتو د کرونا ټیسټ ورکول یو بې معنا کار دی."

ښاغلي راستین سپارښتنه کړې چې د صحي خدمتونو د ټیټ کیفیت له امله باید خلک په روغتونونو ډېر باور ونلري او پر ځای یې باید خپل وقایوي تدبیرونه ډېر کړي.

د عامې روغتیا وزارت ارقام ښيي چې په تېرې یوې میاشتې کې افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر څو برابره ډېر شوی دی.

دغه هېواد کې تر اوسه لږ تر لږه ۱۳۳۰مثبتې پېښې ثبتې شوي چې له امله یې ۴۳کسان مړه خو ۱۸۸کسان بیرته عادي صحي وضعیت ته ګرځېدلي دي.