د میلټون طوفان امریکا کې حد اقل ۱۰ تنه مړه کړي‌ او درانه مالي زیانونه یې اړولي

په متحدو ایالتونو کې مقامات وايي چې نن پنجشنبه اکتوبر ۱۰ (تلې۱۹) د میلټون زورور طوفان د بوړبوکیو لامل شوی او له کبله یې لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه شوي‌ دي.

دغه طوفان د فلورېډا ختیځ او لویدیځ له ځپلو وروسته د اتلانتیک سمندر په لورې ولاړ. د طوفان له کبله سړکونه بند شوي او ونې پرې شوي دي.

مقامات وایي چې تقریبآ په دریو میلیون خلکو باندې برېښنا قطع شوې ده. تر دې دمه د سیلابونو په پرتله بوړبوکیو ډېر انسانان مړه کړي دي.

د متحدو ایالتونو د داخلي‌امنیت وزیر الهاندرو ماریوکاس خبریالانو ته وویل چې لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه شوي او «زموږ د معلوماتو په اساس، بوړبوکیو مړه» کړي دي.

مقامات توانېدلي‌ چې د ډېرو زیانونو مخه ونیسي، وړاندې اندېښنه ښودل شوې وه چې طوفان به ډېر ځاني او مالي تاوانونه واړوي. د فلورېډا والي ران ډیسانټیس خبریالانو ته وویل: «طوفان اغیزناک و، خو له نیکه مرغه تر ټولو بده پېښه نه وه.»

د امریکا ولسمشر جوبايډن په خپلې تلویزوني وینا کې د حکومت د اقدام په اړه وویل: «دا به د بشپړې بیا رغونې لپاره یوه اوږده دوه وي.» بایډن د فلورېډا ایالت اوسېدونکو ته په خطاب کې وویل: «دا کار به څو میلیارد ډالر غواړي... څه چې زموږ په توان کې وي، ستاسو د بیا رغېدو لپاره به یې ونه سپموو.»

د پنجشنبې په ورځ د فلورېډا د ټامپا ته نژدې د کلیرواټر په سیمه کې ژغورونکي او کارکوونکي په سیلاب کې د اېسارو خلکو په ژغورلو لګیا وو.

دغه طوفان په ځايي وخت د چهارشنبې په ماښام د فلوریډا ایالت سواحلو ته داخل شو، ورسره تېز بادونه او تېز باران پیل شو او د اوبو سطحه هم لوړه شوه.

د فلوریډا لویدیځ ساحل ته د رسېدو په وخت کې، د طوفانونو د شدت په اساس د یو او پنځو درجو ترمنځ درېیمه درجه ښودل شوی و او په لومړیو ساعتونو کې یې د باد سرعت په ساعت کې ۲۰۵ کیلو میتر و.

د ټامپا، سینټ پیټرسبرګ، سراسوټا او فورټ مایرز په ساحلي ښارونو کې د سمندر د اوبو سطحې د لوړېدو له کبله ځینې کورونو تر اوبو لاندې شوي دي. د بیړنیو حالاتو سره د مبارزې ادارې د لږ تر لږه ۱۲۵ کورونو د ویجاړېدو خبر ورکړی دی.

ساینسپوهان وایي چې د ځمکې تودوخه د طوفانونو د زیاتوالي لامل کېږي او د اقیانوسونو ګرمې سیمې تودوخه خوشي کوي او دا کار طوفانونو ته نور ځواک هم بخښي او ورسره یې سرعت هم زیاتېږي.

څو ورځې مخکې هم یو بل زورو طوفان د فلوریډا ایالت وځپه او شاوخوا ۱۰۰ تنه یې مړه کړل.

تېره ورځ ولسمشر جو بایډن د امریکا جنوبي سواحلو ته د دغه طوفان د رارسېدو له کبله جرمني او انګولا ته خپل پلان شوي سفرونه لغوه کړل. سپينې ماڼۍ ویاندې کارین ژان-پيير وویل چې د طوفان «لوري او قوت» ته په کتو د ولسمشر په پلان کې تغیر راوستل ضرور وو.