د اکوادور په یوه زندان کې د نښتې له امله ۱۱۶ بندیان وژل شوي

د اکوادور چارواکو د چهار شنبې په ورځ د سپټمبر ۲۹ (تلې ۷) وویل چې د هغه هیواد په یوه زندان کې د بندیانو د دوو ډلو ترمنځ د سه شنبې ورځې د نښتې د وژل شویو شمیر ۱۱۶ کسانو ته رسیدلی دی.

چارواکي وايي د هغه هیواد د ساحلي ښار ګویاکیل په زندان کې د دوو ډلو ترمنځ د نښتې له امله ۱۱۶ تنه وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.‌

د اکوادور چارواکي دا پيښه د هغه هیواد د زندانونو په تاریخ کې تر ټولو ناوړه ډله ایزه وژنه بولي او وایي چې د حد اقل پنځو کسانو څخه سرونه غوڅ شوي دي.

د اکوادو جمهور رئیس ګیلرمو لاسو له دې پیښې وروسته د هغه هیواد د زندانونو په سیستم کې بیړنۍ حالت اعلان کړی او چارواکو د ګوایاس په زندان کې دا خونړۍ پیښه د مخدره موادو له نړیوالو بانډونو سره مرتبطه بللې کوم چې د زندان د کنټرول لپاره هڅه کوي.

د زندانونو بیرو په یوه ټویټ کې ویلي دي چې د سه شنبې په جګړه کې چې له وسلو، چړو او بمونو څخه کار اخیستل شوی "تر اوسه پورې د څه باندې سلو تنو وژل او د ۵۲ نورو ټپي کیدل تائید شوي."

د اکوادور د زندانونو د بیرو مشر بولیور ګارزون ویلي دي چې "دا یوه تراژیدي ده چې د داخل د کنټرول لپاره د بانډونو، جنایت کاره ډلو ترمنځ نښته دې حد ته رسیږي."

چارواکي وايي د سه شنبې له نښتې وروسته پنځه ساعته ولګیدو څو هغوی د زندان کڼترول ترلاسه کړي.

د اکوادور د نظامي استخباراتو پخواني مشر ډګروال ماریو پازامینو ویلي دي دا خونړۍ جګړه ښکاره کوي چې د اکوادور د زندانونو په جوړښت کې بهرنیو سازماندهي شويو جنایتونو ته اجازه ورکړل شوې ده. هغه زیاته کړې چې د مکسیکو د مخدره موادو یو شمیر کړۍ له سیمه ایزو ډلو سره کار کوي.

د اکوادور جمهور رئیس په جولای میاشت کې هم د هغه هیواد د زندانونو په سیستم کې وروسته له هغه بیړنۍ حالت اعلان کړ چې د تاوتریخوالو له امله څه باندې سل تنه زندانیان ووژل شول. خو دا کسان د سه شنبې د ورځې د پيښې په شان په یوه زندان کې نه بلکې په څو زندانونو کې وژل شوي وو.

په فبروري میاشت کې هم د هغه هیواد په دریو زندانونو کې د ورته خونړیو پیښو له امله ۷۹ بندیان وژل شوي وو. په جولای میاشت کې هم ۲۲ تنه بندیانو یوه یوه زندان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.