له افغانستانه هند ته لس زره ټنه پیاز صادر شوي

د کابل د سوادګرۍ خونو چارواکي وايي، په تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان نه لږ تر لږه لس زره ټنه پیاز هند ته صادر شوي دي.

د چارواکو په وینا سږ کال د هند په بازارونو کې د پیازو لپاره تقاضا لوړه ده او دوی له ځینو هندي سوداګرو سره خبرې کړي چې د ۱۵ زره ټنو نورو پیازو د صادرولو زمینه هم برابره کړي.

د کابل د سوادګرۍ خونو اجرایوي مشر حسیب رحیمي نن سې شنبه د «لېندۍ پر ۲۶مه»په دې اړه امریکا غږ ته وویل:"د دې لپاره چې هند کې پیازو لپاره تقاضا لوړه شوې موږ کوښښ وکړ چې د افغانستان پیازو لپاره په هند کې بازار پیدا کړو. په دې اساس تېرو دوه میاشتو کې د افغانستان نه لږ تر لږه لس زره ټنه پیاز هند ته صادر شوي دي. موږ هندي سوادګرو سره خبرې وکړې او غواړو نږدې ۱۵ زره ټنه نور پیاز هم د روان فصل تر خلاصېدو مخکې هند ته صادر شي."

چارواکي: د افغانستان پیاز طبیعي دي او بې له کیمیاوي موادو وده کوي.

ښاغلي رحیمي وویل په تېرو کلونو کې د افغانستان پیاز د پاکستان او هند په شمول سعودي عربستان ته هم صادر شوي خو سږ کال ښايي تر ډېرې کچې پیاز هند ته صادر شي.

د چارواکو په وینا د افغانستان پیاز طبیعي دي او بې له کیمیاوي موادو وده کوي له همدې امله ژر بازار موندلی شي.

له بلې خوا د افغانستان د کرنې وزارت وايي چې سږ کال به افغانستان کې د پیازو تولید نسبت پروسږ کال ته ډېر وي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي امریکا غږ ته وویل:" اټکل کیږي چې په ټول افغانستان کې سږ کال ۲۳۱ زره ټنه پیاز تولید شي."

پیاز د کابل، تخار، لوګر، بلخ، پروان او غزني په شمول د افغانستان ځینو نورو ولایتونو کې کرل کیږي.