تالندې او برېښنا په هند کې ۱۸ کسان مړه کړي

ارشیف

د هند په راجستان ایالت کې لږ تر لږه ۱۸ کسان د یکشنبې په ورځ ناوخته د تالندې او برېښنال په پېښه کې مړه شوي دي.

د هند د راجستان ایالت محلي مقامات وایي ددغو ۱۸ کسانو له جملې څخه ۱۱ یې ماشومان دي او په پیښه کې ۱۶ کسان ټپیان شوي هم دي.

د جایرام په نامه د پولیسو یو منصبدار د رویترز اژانس ته ویلي چې سیلانیان د «امیر کلا» د تاریخي ودانۍ لیدلو ته ورغلي وو «باران پیل شو او هغوی د څارنې په برج کې راټول شول، برېښنا او تندر په دې برج راپریوتل ۱۱ تنه یې ځای په ځای مړه کړل.»

د راجستان وزیر اعلی اشوک ګهلوټ په خپل ټویټر لیکلي چې اوه تنه نور ماشومان د تالندې او برښنا په دوو نورو ځانګړو پیښو کې مړه شوي دي.

همداشان د راجستان د ګاونډیو ایالتونو مدها پرادیش او اوتار پرادیش څخه هم د برېښنا او تندر پریوتلو رپوټونه ورکړل شوي خو د مرګ ژوبلې په اړه سمدستي شمیرې ندي ذکر شوي.

په هند کې د باران یا برسات د موسم پر وخت د بریښنا او تندر طوفانونه هر کال پیښیږي چې د جون له میاشتې څخه تر سپتمبر پورې دوام کوي.