په سوریې کې د ترکیې هوايي بریدونه کې ۳۱ تنه وژل شوي- بشري حقونو ډله 

د سوریې په راس العین او حسکه کې د ترکیې د پخوانیو بریدونو یو تصویر

په لندن کې مېشته د سوریې د بشري حقونو څار ډله وايي چې د ترکیې هوايی ځواکونو د سوریې په شمال کې بریدونه کړي او لږ تر لږه ۳۱ تنه یې وژلي دي.

دا ډله وايي بریدونه د راقه، حسکه او الیپو په ولایتونو کې شوي دي، وايي دا سیمې مخکې د سوریې له کردي ځواکونو سره وې. په دغو بریدونو کې ډېر هدف د ترکیې سره په سرحد کې نژدې د کوبان سیمه وه.

د بشري حقونو دا څار ډله وايي په بریدونو کې د کردانو په مشرۍ د سوریې د دموکراتیک ځواک ۱۸ غړي، د سوریې د پوځ ۱۲ غړي او یو خبریال وژل شوي دي.

د سوریې په شمال کې د کردانو خپلواکې ادارې بیا د وژل شویو کسانو شمېر ۲۹ تنه ښودلی دی چې ۱۱ یې ولسي خلک بلل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د ترکي چارواکو له خولې لیکلي دي چې په سوریې او عراق کې یې د کردستان د کارګر ګوند «پي کی کی» په مرکزونو بریدونه کړي، وايي له دغو مرکزونو څخه د ترکیې په خاورې باندې د «ترهګریز» برید لپاره کار اخیستل کېده.

د ترکیې دا بریدونه د استانبول د استقلال په څلور لارې کې له بمي چاودنې ټیک یوه اونۍ وروسته کېږي.

په دغې چاودنې کې د چارواکو په خبره شپږ تنه ووژل شول او ۱۸ نور ژوبل شول. ترکیه وایي د برید په تور یې یوه ښځه نیولې ده او نیول شوې ښځې اعتراف کړی دی چې د «پی کی کی» غړې وه، خو دغې ډلې دا تور رد کړی دی.

د سوریې د موکراتیک ځواک ویلي دي چې د ترکیې دا بریدونه به بې ځوابه نه پرېږدي.