پاکستان کې د کښتۍ ډوبېدو او بس چپه کېدو په پېښو کې ۵۱ کسان مړه شوي

د بلوچستان ایالت لسبیلا سیمه کې د بس چپه کېدو ځای کې د ژغورنې چارې

په پاکستان کې د یکشنبې په ورځ جنوري ۲۹ (سلواغې نهمه) د یو بس اوښتو او یوې کښتۍ ډوبېدو په دوو جلا پېښو کې لږ تر لږه ۵۱ کسان مړه شوي دي.

په بلوچستان ایالت کې یو بس کندې ته لوېدلی، چارواکو په دغه پېښه کې د ۴۱ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

په عین وخت کې، د خیبر پښتونخوا ایالت کوهاټ ته څېرمه یو جهیل کې د یوې کښتۍ د اوښتو په پېښه کې چې ماشومان پکې سپاره وو، لږ تر لږه ۱۰ ماشومان مړه شوي دي. نهه نور ماشومان لا تر اوسه په اوبو کې ورک دي. پولیس وايي، د هغوی د ژغورنې عملیات دوام لري.

د بلوچستان ایالت د لسبېلا په سیمه کې د بس د چپه کېدو په ځای کې د پولیسو مشر حمزه انجم ویلي چې په پېښه کې "د مړو شویو کسانو جسدونه د پېژندلو نه دي."

د پولیسو دغه مشر وویل چې تر اوسه یې د ۴۰ کسانو جسدونه او درې کسان په زخمي حالت کې موندلي چې یو زخمي کس لږ وروسته مړ شو. د پاتې دوو زخمیانو حالت هم "د اندېښنې وړ" ښودل شوی دی.

ویل کیږي چې د کویټې او کراچۍ ښار تر منځ پر لار، په دې بس کې ۴۸ کسانو سفر کاوه چې د یکشبنې په سهار د یو پل له ستنې سره ولګېد او له سرک څخه واوښت.

انجم وویل: "وېره شته چې د بس چلوونکی ښايي ویده شوی وو." هغه ددې احتمال هم رد نکړ چې موټر چلوونکي له ټاکلي سرعت څخه تېز مزل کاوه.

په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو ځايي چارواکي میر روف فرانس پرس ته وویل، په جهیل کې د ډوبې شوې کښتۍ په پېښه کې د قربانیانو عمرونه له اوو څخه ۱۴ کلونو دي.

هغه ویلي چې ۱۱ نور ماشومان ژغورل شوي چې د شپږو حالت یې د اندېښنې وړ دی. د نهو نورو لادرکه ماشومانو د ژغورنې عملیات دوام لري.

د چارواکو په وینا، دا د یوې مدرسې زده کوونکي وو چې د سیل دپاره یې په کښتۍ کې سفر کاوه.

په پاکستان کې خراب سرکونه، د خوندیتوب کمزوري تدابیر او د موټرچلوونکو بې احتیاطي په دغه هېواد کې، په ځانګړي ډول د مسافر وړونکو بسونو، د خونړیو ترافیکي پېښو لاملونه بلل کیږي.

د نومبر په شلمه هم د پاکستان په جنوب کې سیند ته د یوه بس د لوېدو په پېښه کې د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه مړه شوي وو.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور په اساس، په پاکستان کې د ۲۰۱۸ کال په ترافیکي پېښو کې ۲۷ زره کسان مړه شوي وو.