نایجیر کې د جهادیانو په برید کې ۶۹ کسان وژل شوي

په ناجیر کې له دغه برید وروسته دوه ورځې ملي ماتم اعلان شوی

د نایجیر د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ نومبر څلورمه (لړم ۱۳) ویلي‌ دي چې په دغه هیواد کې د جهادیانو په یوه برید کې د یوه سیمه ایزو ښاروال په ګډون حد اقل ۶۹ کسان وژل شوي دي.

چارواکو ویلي دا پیښه د سه شنبې په ورځ له بورکینا فاسو او مالي سره د ناجیر په ګډه پوله کې رامنځ ته شوې ده.

د ناجیر د کورنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې ویل شوي: "د بانیبانګو سیمې ښاروال کله چې له یوه هیئت سره له سیمې روان وو د ناپيژندل شويو‌ کسانو له کمین سره مخ شو."

د نایجیر حکومت د جمعې له ورځې څخه دوه ورځې ملي ماتم اعلان کړی او د بریدګرو د نیولو لپاره یې پلټنې پیل کړي دي.

تر دې وړاندې سیمه ایزو سرچینو ویلي وو چې د یاد هیواد د پوځ غړي چې په موترسایکل سپاره وو د اسلامي دولت د وسله والو له خوا چې هغوی هم په موټر سایکل سپاره وو وژل شوي دي.

یوې بلې سرچینې ویلي‌ دي‌ چې د برید هدف د جهادیانو یو مخالف پوځي و چې د بانیبانګو له ښاروال سره یوځای روان وو. سرچینې زیاته کړې چې جهادیانو له پیښې وروسته د خپلو جنګیالیو اجساد د مالي په طرف انتقال کړي دي.

مکرر بریدونه

یوه پخواني‌ ښاروال ویلي دي دا دفاعي ځواکونه په ناجیر کې په دې وروستیو کې وروسته له هغه د سیمه ایزو خلکو له خوا رامنځ ته شول چې جهادیانو په لرو پرتو سیمو کې د کروندو پر کارګرانو یو لړ بریدونه وکړل.

ناجیر چې د ملګرو ملتونو سازمان د انساني‌ پراختیا د شاخص پر اساس د نړۍ تر ټولو بیوزله هیواد دی، له مالي سره په خپل غربي سرحد او له بورکینا فاسو سره په خپلو جنوب ختیځ سرحد کې د جهاديانو له بریدونو سره مخ دی.

د ناجیر په لودیځ کې نارامۍ په ۲۰۱۵ کال د القاعده او اسلامي دولت ډلې پورې د اړندو جنګیالیو له بریدونو او وژنو سره پیل شوي‌ دي.‌

په اګست میاشت کې د بشري حقونو د څار سازمان د وړاندوینې له مخې د روان کال له پیل څخه راپدیخوا په هغه هیواد کې ۴۲۰ ملکي وګړي وژل شوي دي. یوازې د جنور‌ي په دویمه نیته د ناجیر پر یو شمیر کلیو باندې په بریدونو کې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

په مارچ میاشت کې مالي ته څیرمه د تاهوا سیمې د توارګ قبیلې ۱۴۱ غړي قتل عام شول.