په چین کې د سینهیوا دولتي خبري اژانس ویلي چې په سیمه ایز وخت سه شنبه ډسمبر ۱۹ (لیندۍ۲۸) د دې هیواد په سرحدي سیمې کې په زلزلې کې لږ تر لږه ۱۱۱تنه مړه شوي او تر ۱۰۰ ډیر زخمي شویدي.
په راپور کې ویل شوي چې زلزله د ګانسو چنګهای په سیمه کې شوې.
سره لدې چې د سینهیوا خبري اژانس په راپور کې د زلزلې شدت ۶.۲ درجې ښودل شوی خو د اروپا مدیترانیې زلزلې پیژندنې مرکز ویلي چې د زلزلې شدت ۶.۱ درجې و او ژوروالی یې ۳۵ کیلو مټره د ځمکې لاندې ښودل شوی.
د سینهیوا خبري اژانس په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د دې هیواد اضطراري تنظیم وزارت تر زلزلې وروسته په سیمې کې د ناورین پر مهال عاجلو مرستو کولو لپاره د چمتوالي کچه څلورو ته پورته کړې.
د ناورین مخنیوي لپاره د چین ملي کمیسیون هم د مرستو په چارو کې همکاري کوي.
چارواکو همدارنګه ویلي چې د ژغورنې او لټون عمله سیمې ته استول شوی چې له یوې خوا د زلزلې زیان معلوم کړي او له بلې خوا مرستندویه ادارو ته په لا غوره توګه مرستو رسولو کې همکاري وکړي.
په زلزلې کې د ګڼ شمیر خلکو کورونه ړنګ شوي او هغوي اړ شوي چې په لارو کوڅو کې ورځې او شپې تیرې کړي.
د زلزلې له کبله په ګڼ شمیر باڼدو کې برښنا پرچاو شویده. ځیني ویډیوګانې او انځورنه چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي، پکې ښودل کیږي چې د کورونو چټونه لویدلي او ډبرې هرې خوا پرتې دي.
په چین کې وخت ناوخته دا ډول زلزلې کیږي. د دې هیواد په ختیځ کې د همدې روان ۲۰۲۳ میلادي کال د اګست په میاشت کې د ۵.۴ درجو په شدت زلزله وشوه چې لسګونه ودانۍ پکې ړنګ شول او ۲۳ تنه پکې ژوبل شول.