د متحده ایالاتو د جمهور رئیس مرستیال، جې ډي ونس جمعه فبروري ۱۴ (سلواغې ۲۶) اروپایي متحدینو ته خبرداری ورکړ چې امریکا او اروپایي هیوادونه د بل هر ګواښ په پرتله د "کډوالۍ جدي ګواښ" سره مخ دي.
د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د ښاغلي ونس د وینا څخه داسې معلومیده چې هغه په اروپا کې د کډوالۍ ضد ښي اړخو ګوندونو سره ملاتړ څرګندوه.
د جمهور رئیس ټرمپ مرستیال وویل، "دیموکراسي پدې سپیڅلو اصولو ولاړه ده چې د خلکو غږ پکې مهم وي".
د جې ډي ونس دفتر یو چارواکي مطبوعاتو ته ویلي چې هغه په جرمني کې د AfD سخت دریځي ګوند مشر، الیس ویډل سره د جمعې په ورځ ملاقات کړی. ښاغلي ونس وویل د ټولو هغو ستونزو په پرتله چې متحده ایالات او اروپا ورسره مخ دي، "د کډوالۍ پرته بله مهم ستونزه نشته".
د متحده ایالاتو د جمهور رئیس مرستیال پخپلو خبرو کې د کډوالو په برخې کې د اروپایي او یو شمیر نورو هیوادونو مشرانو پریکړو ته اشاره وکړله او د هغې پیښې یادونه یې هم وکړله چې د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ یې د مونشن په ښار کې خلک په موټر ووهل او لږ تر لږه ۳۰ تنه یې ټپي کړل.
د جرمني امنیتي مقامات وايي چې په مونشن کې د خلکو په ګڼه ګوڼه باندې د موټر د وروستلو په تور نیول شوي افغان ښايي د اسلامي سختدریځې د انګیزې له مخې دا کار کړی وي.
چارواکو د لږ تر لږه لسو وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی دی.
د جرمني په رسنیو کې د پیښې په تور د نیول شوي افغان پناه غوښتونکي نوم "فرهاد ن" ښودل شوی دی. پر هغه تور دی چې په قصدي توګه یې د کارګرو د اتحادیې د یو لاریون په ترڅ کې د خلکو په ګڼه ګوڼه باندې موټر وروستی دی.
څارنوالې ګابریل ټیلمن وويل، په مونیخ د پولیسو سره د مخامخ کېدو پر مهال او له نیول کېدو وروسته د "الله اکبر" شعارونه ورکول.
سره لدې چې د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د ښاغلي ونس څخه تر ډیره حده اټکل کیده چې د اوکراین او روسیې تر منځ د شخړې پای ته رسیدو په هکله به د واشنګټن دریځ په هکله وینا وکړي خو هغه پدې هکله لنډې خبرې وکړلې او زیاته یې کړه چې د متحده ایالاتو حکومت د اروپا امنیت په هکله ډیره اندیښنه لري.
جې ډي ونس زیاته کړه ، " مونږ ګمان کوو چې په راتلونکو کالونو کې د اروپا لپاره ډیره مهمه چې د خپلې دفاع لپاره امکانات برابر کاندي".
په مونشن کې د جې ډي ونس څرګندونو څخه وروسته، د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې وویل چې د ښاغلي ونس وینا "ډیره غوره وه" او اروپا ته یې خبرداری ورکړی چې "باید محتاطه" وي. ښاغلي ټرمپ نور جزیات ورنکړل.