راسخ: اردو مې د ترور هڅه کوله؛ دفاع وزارت: غیر قانوني وسلې یې لېږدولې

په داسې حال کې چې د افغانستان ولسي جرګه د خلکو له استازو سره د امنیتي سرتیرو د چلند په اړه انتقاد کوي او پر یو شمېر وکیلانو بریدونه د اندېښنې وړ بولي، خو دفاع وزارت دغه انتقادونه ردوي.

د مهدي راسخ په نوم د ولسي جرګې یو غړي نن چهارشنبه اپرېل ۲۱( غويي لومړۍ) د یادې جرګې په عمومي غونډه کې ادعا وکړه چې ملي اردو د میدان وردګ په بهسود ولسوالۍ کې د نوموړي موټر محاصره او ډزې یې پرې کړي دي.

هغه د نوموړي په وړاندې د افغان سرتیرو یاد اقدام د هغه د «ترور» هڅه وبلله او په دې اړه یې د څېړنو غوښتنه وکړه.

خو د افغانستان دفاع وزارت دغه ادعا رد کړه. د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان امریکا غږ ته وویل چې د خلکو دغه استازی د غیر قانوني وسلې ګرځولو له امله د تلاشۍ په یوه چیک پواینټ کې درول شوی و.

نوموړي زیاته کړه چې له مهدي راسخ څخه تر لاسه شوې وسله د میدان وردګ ولایت امنیه قوماندانۍ ته سپارل شوې ده.

د ولسي جرګې درې تنو نورو غړو ریحانه ازاد، نیلوفر ابراهیمي او شاهپور حسنزي هم د خلکو د استازو په وړاندې د امنیتي سرتیرو د چلند په اړه شکایت وکړ.

تر یادو شکایتونو وروسته د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني وویل یو شمېر کسان چې له پوځي یونیفورم څخه په استفادې د خلکو له استازو سره غیر مسلکي چلند کوي د منلو نه دی.

رحماني د ولسي جرګې د خوندیتوب، داخلي امنیت او حقوقو او امتیازاتو کمېسیونونوته دنده وسپارل چې دغه موضوع ته رسیدګي وکړي او پایلې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.