له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي پر غړې فوزیه کوفي باندې وسله وال برید شوی دی.
د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي په خپل ټویټر لیکلي چې پر اغلې کوفي دغه وسله وال برید د کابل ـ پروان پر لویه لار د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې شوی دی.
ښاغلي ستانکزي زیاته کړې ده چې فوزیه کوفي برسېرنه ټپي شوېده.
محترمه فوزیه کوفی، حوالی شام امروز، در مسیر پروان و کابل در منطقه قره باغ مورد حمله افراد ناشناس قرار می گیرد و سطحی زخمی می شود. وضعیت صحی خانم کوفی بسیار خوب است و قابل نگرانی نمی باشد. نهاد های امنیتی موضوع را پیگیری می نمایند و جزییات را بعداً با مطبوعات شریک خواهند ساخت.
— Mohammad Masoom Stanekzai (@MMStanekzai) August 14, 2020
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست پخواني رئيس او د سولي مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وايي چې افغان امنیتي او کشفي ارګانونه په دې اړه څېړنې کوي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي هم پر خپل ټوېټر لیکلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پر اغلې فوزیه کوفي وسله وال برید غندلی دی.
جمهوررئیس غني مېرمن کوفي ته چې په یاد برید کې ټپي شوې، د عاجلې شفا دعا او ټینګار کوي چې پر افغان مېرمنو بزدلانه بریدونه به د افغانستان د نولس کلنو ارزښتونو د خوندیتوب لپاره د هغوی د هدفمندو کوښښونو مانع نشي.
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) August 15, 2020
تر اوسه د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله پر فوزیه کوفي برید غندلی او له افغان حکومت څخه یې په دې اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.
I strongly condemn the assassination attempt on Ms Fawzia Koofi @FawziaKoofi77 and call upon the government to identify and apprehend the culprits and possible motive for the attack.
— Dr. Abdullah Abdullah (@DrabdullahCE) August 15, 2020
اغلې کوفي په تېرو دوو دورو کې په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې وه او اوس مهال له طالبانو سره د سولې خبرو کې د افغان حکومت د مذاکراتي ټېم غړ ده.
فوزیه کوفي تر دې مخکې هم له طالبانو سره د سولې په نورو بین الافغاني خبرو کې برخه اخیستې وه.
دا برید پر دا سې مهال رامنځته کیږي چې ټاکل شوې له طالبانو سره د سولې خبرو په هدف د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی په راتلوونکو ورځو کې قطر ته سفر کړي.