د کورنیو چارو پر وزارت برید "د ۸ ترهګرو په وژلو" پای ته ورسید

په کابل کې د کورنیو چارو د وزارت پر ودانۍ برید نن غرمه مهال شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې نن غرمه مهال پر دغه وزارت باندې په برید کې اتو ترهګرو برخه اخیستې وه، چې اته واړه وژل شوي او ورسره برید هم پای ته رسیدلی دی.

ښاغلي دانش وویل په دې برید کې یو پولیس وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلی دانش د دغې پیښې په اړه خبریالانو سره د جزئیاتو د شریکولو پر مهال وویل، چې ترهګر د بهرنیو ځواکونو د موټرو په څیر په لینډکروز موترو کې سپاره وو، کله چې د وزارت په لومړي قرول کې ودرول شول یو یې ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او پاتې اوو نورو د افغان پولیسو سره جګړه پیل کړه.

ښاغلي دانش وویل، چې په ډیره لنډه موده کې ټول ترهګر ووژل شول.

هغه وویل په دې برید کې هیڅ ملکي وګړي ته د سر زیان نه دی رسیدلی او یوازې یو پولیس وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د خبري کنفرانس په پای کې خبریالانو ته د پیښې له ځایه د لیدنې او فلم اخیستلو اجازه هم ورکړل شوه.

دمخه معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن د چهارشنبې د ورځې (غبرګولی ۹مه) غرمه مهال د دغه وزارت د نوې ودانۍ مخې ته وسله والو بریدګرو برید کړی،خو اوس دا برید پای ته رسیدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې نن غرمه دوولس نیمې بجې د کورنیو چارو وزارت د نوې ودانۍ په دروازه کې ځانمرګی برید شوی دی.

ښاغلي دانش وویل ، چې دا موټر بم برید نه وو او احتمالا دا برید د یو ځانمرګی بریدګر له خوا، چې پلي روان وو، ترسره شوی دی.

نجیب دانش وویل، چې کومې ډزې چې د برید وروسته د کورنیو چارو وزارت کې همدا اوس روانې دي، هغه د افغان پولیسو له خوا د سیمې د تصفیي لپاره ترسره کیږي.

ښاغلي دانش وویل " جنګ دریدلی دی. زمونږ قطعات په دروازه کې دي. مونږ د وزارت په داخل کې یو او وضعیت تر کنټرول لاندې دی".

خو د دغه برید په اړه په ځینو سمیه ییزو رسنیو کې د بریدکوونکو شمیر څو تنه ښودل شوی دي.

عیني شاهدانو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې لومړی یې د یوې لوی چاودنې غږ واوردید او ور وسته څو نورې چاودنې وشوې، چې له هغې وروسته ډزو دوام وموند.

تراوسه په دغه برید کې د سر د پیښ شوي زیان په اړه دقیق معلومات نشته دی.

د کورنیو چارو وزارت نوې ودانۍ د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر سره نږدې په څلوېښت متره سړک پرته ده.

تیرکال د دغې ودانۍ ته د وزارت د لیږد وروسته دا لومړنی ترهګریز برید دی چې د دغه وزارت مخې ته کیږي.

تراوسه چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.