د "شیطاني آیات" کتاب په لیکوال باندې د چاقو برید شوی

سلمان رشدي

امریکايي رسنیو د جمعې په ورځ اګسټ ۱۲ (زمري ۲۱) خبر ورکړ چې د «ایات شیطاني» کتاب پر لیکوال سلمان رشدي باندې د چاقو برید شوی دی.

ټاکل شوې وه چې ښاغلی رشدي د نیویارک په لویدیځ کې په چاټاکو(Chautauqua) انستیتوت کې وینا کوله چې بریدګر د هغه لور ته ورغی او هغه یې «په سوکانو او چاقو» وواهه. دغه برید ۲۰ ثانیې دوام درلود.

د نیویارک پولیسو پدغه سیمه کې د چاقو برید تائید کړی، خو د برید کوونکي د هویت په هکله یې تبصره نده کړې.

ویدیويي تصویرونه ښيي چې ددې برید وروسته خلک د مضروب سره مرستې ته وردانګي.

ښاغلی رشدي د پیښې له ځایه په هیلکوپتر کې روغتون ته انتقال شوی او تر اوسه یې د روغتیایي وضعیت په اړه رپوټ ندی ورکړل شوی.

پولیسو تائید کړې چې بریدګر نیول شوی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت پخواني مشر ایت الله خمیني په ۱۹۸۸ کال (د ۱۳۶۷ کال په سلواغې) کې د ښاغلي رشدي د وژلو فتوا د «ایات شیطاني» د جنجالي کتاب له خپرېدو وروسته صادره کړه او دا کتاب په ایران کې بند شو. په ځینو اسلامي هیوادونو د هغې جملې څخه په پاکستان کې ددې کتاب خپریدو په وجه اعتراضونه وشول.

دغه هندي الاصله بریتانوی لیکوال په ۱۹۸۱ کال کې د «نیمې شپې هلکانو» په نامه کتاب په خپرولو سره شهرت ترلاسه کړ او د «بوکر» ادبي جایزه یې وګټله.

د «آیات شیطانی» کتاب په خپرولو سره چې د هغه څلورم کتاب دی ښاغلي رشدي د خمیني له خوا د صادرې شوې فتوا په وجه اړ شو چې نهه کاله پټ ژوند وکړي.

د ایران اسلامي جمهوریت هر هغه چا ته چې رشدي ووژني څه دپاسه درې میلیون ډالر جایزه ټاکلې ده.

د ۱۳۹۱ کال په وږي میاشت کې د ایران یو نیمه رسمي مذهبي بنسټ «بنیاد ۱۵ خرداد» د رشدي د قتل جایزه ۵۰۰ زره ډالره لوړه کړه. رشدي هغه وخت ددې ګواښ په ردولو سره وویل چې دغې جایزې ته د خلکو د لیوالتیا په اړه «هیڅ مدرک» نشته.