د شمشاد په تلویزیون د داعش په برید کې دوه تنه وژل شوي

په دغه برید کې د شمشاد تلویزیون شل کارکوونکي ټپيان شوي دي

افغان چارواکي وايي د شمشاد په تلویزیون د داعش وسله والو په برید کې دوه تنه وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش امریکا غږ ته وویل، وژل شوي کسان د شمشاد تلویزیون ساتونکي دي. په برید کې پنځه تنه نور ژوبل شوي چې څلور یې د اطفايي پولیس دي.

ښاغلي دانش وویل، د شمشاد تلویزیون په انګړ کې د افغان ځواکونو او بریدګرو تر منځ نښته ختمه شوې ده. خو د شمشاد تلویزیون یو کارکوونکي امریکا غږ ته وویل چې په دغه برید کې ۲۰ همکاران ټپيان شوي دي.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني دغه برید په کلکه غندلی دی.

د ارګ په یو بیان کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي "د رسنیو او بیان ازادي چې د هېواد د اساسي قانون لوی ارزښتونه او د حکومت مهمې لاسته راوړنې دي، تروریستي ډلې یې د دغه وړ جنایتکارانه بریدونو په ترسره کولو سره نشي محدودلی او نه به هم د معلوماتو او خبر رسولو په برخه کې زموږ د رسنیو او خبریالانو ارادې کمزورې کړي".

ښاغلي غني ویلي، حکومت به د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب لپاره جدي تدابیر ونیسي.

برید څنګه وشو

برید د سه شنبې په ورځ ( نومبر۷) د سهار په ۱۱ بجو وشو. چارواکي وايي د وسله‌والو کسانو یوې ډلې چې ویل کیږي درې کسان وو او د پولیسو یونیفورم یې اغوستی وو.

Your browser doesn’t support HTML5

د شمشاد تلویزیون ټپي شوي کارکوونکي

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد امریکا غږ اشنا ته وویل دوه بریدګر د شمشاد تلویزیون پر دفتر د لاسي بمونو له اچولو وروسته د دغه تلویزیون ودانۍ ته دننه شوي دي.

له برید سره هم‌مهاله د شمشاد تلویزیون خپرونې بندې شوې وې، خو له دریو ساعتونو وروسته یې بیرته نشرات پیل کړل. د برید پر مهال د درنو چاودنو او د سپکو وسلو د ډزو غږونه هم اورېدل کېده.