"ډبلیو ایچ او" پر روغتیایي مرکزونو د بریدونو بندیدو غوښتنه کړې

د روغتیا نړیواله اداره وايي په افغانستان کې په تیرو یوولس میاشتو کې پر روغتیايي مرکزونو او کارکوونکو له اتیاو زیات بریدونه شوي.

د روغتیا نړیواله اداره "ډبلیو ایچ او" وايي د روان میلادي کال په یوولس میاشتو کې، افغانستان کې پر روغتیایي کارکوونکو او روغتیایي مرکزونو باندې وسله وال بریدونه زیات شوي، چې دغه سازمان یې د ژر بندیدو غوښتنه کوي.

د"ډبلیو ایچ او" د راپور له مخې په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې پر روغتیایي کارکوونکو او روغتیايي مرکزونو ۸۶ وسله وال بریدونه شوي دي.

د روغتیا نړیوالې ادارې په دغه راپور کې، چې د خپل ټویټر په پاڼه کې خپور کړی ویلي،چې په روان میلادي کال کې په وسله والو بریدونو کې ۴۴ تنه روغنیایي کارکوونکي مړه او ټپیان شوي او هم ۷۱ تنه نور تښتول شوي دي، چې د دغه شمیر ۳۴ تنه یې وسله والو بیرته پریښي دي.

همداشان د دغې ادارې په راپور کې ویل شوي، چې په تیرو یوولس میاشتو کې په وسله والو بریدونو کې ۳۷ روغتیایي مرکزونه او روغتونونو ته زیان رسیدلی او یا یې هم سامان الات غلا شوي دي.

" ډبلیو ایچ او" وايي، د دغو ګواښونو سره سره په افغانستان کې روغتیایي شریکباڼو د ۳۲ ولایتونو ۱۳۶ ولسوالیو کې ۲.۱ میلیون وګړو ته سږکال روغتیايي خدمتونه برابر کړي دي.

په افغانستان کې د جګړې په پراختیدو په جګړه کې ښکیلو غاړو د روغتیایي مرکزونو او ښوونځیو څخه د پوځي اهدافو لپاره کار اخیستل زیات کړي دي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې ادارې " یونیسف" رئیس آنو ون منِن د لیندۍ په ۱۱ مه، کابل کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، چې په جګړه کې ښکیلې غاړې له ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو څخه د جنګي اهدافو لپاره کار اخلي.

ښاغلي منین وویل" مونږ ته په کار ده، چې پر ماشومانو باندې د جګړې اغیزې درک کړو،مونږ پر پرله پسې ډول پر ماشومانو او د هغوی پرکورنیو د جګړو اغیزې وینو. ټولې ښکیلې غاړې له ښونځیو کار اخلي، جګړه پر روغتیایي مرکزونو باندې اغیز لري او د ژوند د تیرولو امکانات د ځنډ سره مخ کوي".

په افغانستان کې د جګړو له امله په سلګونو ښوونځي تړل شوي دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د ناامنیو له امله په دغه هیواد کې ۳.۷ میلیونه ماشومان، چې له نیمايي څخه زیاتې یې انجونې دي له زده کړو محروم شوي دي.