پېښور کې د اتڼ د زدکړې کورس جوړ شوی

په پېښور کې د اتڼ د زده کړې د کورس تنظیموونکي وايي، له دې وروسته به د اتڼ روزنیز پروګرامونه د خیبر پښتونخوا نورو برخو ته هم وغځول شي.

په پېښور کې یوه څېړنیز مرکز د پښتنو د لرغونې او کلتوري نڅا "اتڼ" د زده کړې دپاره روزنیز پروګرام جوړ کړی او په لسګونو ځوانانو پکې برخه اخیستې ده.

د مرکز چلوونکي وايي د پروګرام موخه یې له خپل کلتور سره د ځوانانو اشنايي ده.

د دغه مرکز مشر حيات روغانی وایي، غواړي ځوانان د اتڼ په زده کولو سره د سولې لپاره يو سياسي غږ شي.

هغه وویل: "له بده مرغه چې پښتانه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي. اتڼ د کلتور، د خوښۍ او تهوارونو د تړون یو ریښه ده. نو موږ وايو چې که دا ریښې وروستلی شو، نو باور لرو چې پښتانه به د خپل امن غوښتنه وکړي."

که څه هم تاریخي څېړنې ښيي چې اتڼ د جګړې په مهال د وسلو د کارولو لپاره کېده، خو لیکوال او څېړونکی ډاکټر صادق ژړک چې په دې کورس کې ځوانانو ته اتڼ ښیي دا خبره ردوي، وایي، اتڼ د جګړې نه، بلکې د خوښۍ بنسټ دی.

هغه وویل: "اتڼ د زرګونو کلونو راهیسې یو دود دی چې نارینه او ښځینه د خپلې خوښۍ لپاره اتڼ کوي. دا د خوښۍ پر بنسټ زېږیدلی دی. ډېر خلک وايي چې اتڼ د جګړې پر مهال کېده، خو زه دا نه منم، د اتڼ د دغو تمرينونو په ليدلو سره فکر کوم چې دغو ځوانانو دغه فرهنګ ندی هېر کړی ځکه چې دا د دوی په وینو کې دی، د دوی مشرانو دا نڅا کوله."

د اتڼ په دې درې ورځنیز کورس کې شاعرانو او لیکوالانو هم برخه اخیستې وه او دا یې د پښتني تمدن میراث او د کلتور لویه برخه وبلله.

د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې استاد، ډاکټر احمد علي عاجز، وویل: "دا زما د تمدن او کلتور لویه برخه ده. له هغه وخته چې پښتانه په دې نړۍ کې په خپل ښه او بد پوه شوي دي، دوی اتڼ کوي."

د اتڼ د زده کړې د کورس په لومړۍ ورځ د اتڼ اساسي چارې تدریس شوې، په دویمه ورځ یې تمرین وشو او په درېیمه ورځ ځوانان په کوڅه کې راټول شول او د زړه له کومي یې اتڼ وکړ.

د دغه مرکز مشر وايي، له دې وروسته به د اتڼ روزنیز پروګرام د خیبر پښتونخوا نورو برخو ته هم وغځول شي.