د فرخندې په قتل ۴۶ تورن څارنوالۍ ته وپېژندل شول

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، دا دوسیه په جدیت تعقیبوي او د موجوده قوانین په اساس به عمل وشي.

لویه څارنوالي وايي، نن ورته په رسمي ډول د وژل شوې فرخندې د قتل دوسیه رسېدلې او ددغې دوسیې د تعقیب او څېړنې لپاره یې د تحقیق پلاوی هم ټاکلی دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند عبدالبصیر عزیزي په کابل کې خبریالانو ته وویل د وژل شوې فرخندې په دوسیه کې شپږ څلوېښت تورن شامل دي، چې نوولس پکې د کورنیو چارو وزارت منسوبین او اووه ویشت نور بیا ملکي وګړي دي.

فرخنده د تېر لمریز کال په پای کې د کابل په شاه دوشمشیره کې هغه مهال چې د زیارت یوه منجاور پرې د قران کریم د سوزولو تور ولګاوه، د یو لړ کسانو لخوا په وهلو، ډبولو ووژل شوه او جسد ته یې اور واچول شو.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، دا دوسیه په جدیت تعقیبوي او د موجوده قوانین په اساس به عمل وشي.

د لویې څارنوالۍ ویاند عبدالبصیر عزیزي وویل ‪"‬دا موضوع، د افغانستان د لویې څارنوالۍ د سرپرست څارنپوه نور حبیب جلال د نظر لاندې څېړل کیږي، یعنې پدغه موضوع چې هر تصمیم نېول کیږي، هره تحقیق کې هره موضوع روښانه کیږي، د افغانستان ملت سره دا موضوع یوځای کوو.‪"‬

د لویې څارنوالۍ ویاند وویل د فرخندې د قتل په دوسیه کې د کورنیو چارو وزارت تورن منسوبین د نظامي څارنوالۍ له خوا تعقیبیږي او پاتې ملکي متهمین د څارنوالۍ د داخلي جرمونو سره د مبارزې د څانګې له خوا به تعقیب شي.

د لویې څارنوالۍ ویاند عبدالبصیر عزیزي وویل لویه څارنوالي د قوانین له مخې یوه میاشت وخت لري، چې په قضیه څېړنه وکړي او بیا محاکمو ته دوسیه ولیږي.

بل لورته نن پارلمان د حج او اوقافو وزیر او د عدلیې وزارت سرپرست د فرخندې د وژنې په تړاوو استجواب کړي وو، د ولسمشر په فرمان د فرخندې د قتل د څېړلو د حقیقت موندنې د کمیسیون غړې فوزیه کوفي د پارلمان غونډې ته وویل هغه منجاور چې د فرخندې د وژنې لامل شو، حتی په خپله د قران کریم تلاوت نه شي کولی