آسټن: القاعده ښایي افغانستان ته د بیا راتګ په هڅه کې وي

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن، ویلي چې د افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو د وتلو او د طالبانو په واکمن کیدو سره ښایي د القاعده شبکه به هڅه وکړي چې بیا په افغانستان کې راژوندۍ شي.

ښاغلي آسټن د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۹ (وږي ۱۸) په کویټ کې وویل چې متحده ایالات تیار دي چې په افغانستان کې د القاعده د بیا رامنځته کیدو او د امریکا پر ضد ددې تروریستي ډلې د ګواښ مخنیوی وکړي.

هغه وویل: "فکر کوم ټوله [نړیواله] ټولنه په یو ډول سره څاري چې څه به پیښ شي او دا چې آیا القاعده بیا په افغانستان کې د بیرته راژوندي کیدو توان لري یانه. طالبانو ته مو په ډاګه کړې چې له هغوی څخه تمه کیږي چې داسې یو څیز ته اجازه ورنکړي چې پیښ شي."

د طالبانو او امریکا ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹ موافقې په اساس چې په قطر کې لاس لیک شوې او د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو سبب شوه، طالبانو ډاډ ورکړی چې د ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې شلوي او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د هیڅ کوم هیواد په ضد استفاده وشي.

د امریکا د دفاع وزیر ټینګار وکړ چې امریکایي پوځیان دا توان لري چې د خپل فوق افق له وړتیاو څخه په استفادې د افغانستان له خاورې څخه راولاړ شوي ګواښونه مهار کاندي. خو د هغه په وینا د القاعده شبکې او دولت اسلامي (داعش) طبیعت دادی چې هڅه کوي د ځان د بیا احیا کیدو لپاره ځای پیدا کړي؛ که دا ځای په سومالیا کې وي او که په بل کوم ځای کې.

له نن څخه پوره شل کاله مخکې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱ د القاعده شبکې عرب نژاده عمالو څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې دوه یې په نیویارک د سوداګرۍ د نړیوال مرکز له لوړو ودانیو او یوه یې د امریکا د دفاع وزارت د مقر پنتاګون سره وجنګولې او څلورمه الوتکه د پنسلوانیا ایالت د شنکسویل ښار په یوه کرونده کې وپرزیدله چې پدغو بریدونو کې نژدې ۳۰۰۰ کسان ووژل شول.

ددغې پیښې وروسته د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش د طالبانو څخه وغوښتل چې د اسامه بن لادن په ګډون د القاعده شبکې مشران چې ګمان کیده د طالبانو په ملاتړ په افغانستان کې پټ دي امریکا ته وسپاري، خو ددې کار څخه د طالبانو انکار سبب شو چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه نیټه امریکایي پوځیان د بریتانیا د پوځ په ملاتړ د طالبانو پر رژیم باندې هوایي بریدونه پیل کړي. دغه بریدونه د طالبانو د رژیم د سقوط سبب شول.

سره له دې چې په افغانستان کې په تیرو دوو لسیزو د امریکا د پوځي شتون له امله په هغه هیواد کې د القاعده شبکه سخته ځپل شوې، خو د طالبانو په بیا واکمن کیدو سره په افغانستان کې ددې شبکې د بیا راټوکیدو په هکله پوښتنې رامنځته کړي دي.