امریکا استرالیا ته: د بېړیو په ساتلو کې راسره یو ځای شئ

د استرالیا د دفاع وزیره وايي د بیړیو د ساتنې نړیوالو هڅو سره پر یوځای کیدو فکر کوي

د استرالیا دفاع وزیرې لیندا رینالډز نن چهار شنبه (اګست ۷) یو وار بیا ټینګار وکړ چې په خلیج فارس کې د بیړیو خوندیتوب په هڅو کې پر یوځای کیدو فکر کوي.

میرمن لیندا دا څرګندونې استرالیا ته د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د سفر پر مهال کړې دي.

امریکا له استرالیا څخه غوښتي چې د فارس په خلیج کې د بیړیو د ساتلو او خوندیتوب په هڅو کې ورګډه شي، دا هڅې د امریکا لخوا پیل شوې دي.

میرمن لیندا رینالډز - د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرگ سره په سیدني کې د خبرو اترو نه وروسته خبریالانو ته وویل چې استرالیا نه غواړي پدې برخه کې په بیړه کومه پریکړه وکړي.

د میرمن لیندا په وینا خپل متحدین څاري چې پدی سیمه کې څه کوي. هغه وايي "په منځني ختیځ کې چې څه روان دي، موږ پرې بحث وکړ. په هرموز تنګي کې د جنجال زیاتیدو له کبله د استرالیا حکومت ډیر اندیښمن دی، موږ د امریکا پر غوښتنې غورکوو، د بریټانیا لخوا هم موږ ته وړاندیز شوی دی، خو تر اوسه مو کومه پریکړه کړې نه ده".

بلخوا د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرگ وايي ناتو او متحدین یی د فارس په خلیج کې د ایران له خوا د هغو فعالیتونو په اړه اندیښمن دي چې د سیمې د بې ثباته کیدو سبب ګرځي.

ناټو او استرالیا په د هند په سمندر کې د همکاریو تړون هم لاس لیک کړ.

د یادولو وړ ده چې استرالیا ته په سفر کې د ناټو سرمنشي د هغه هیواد له چارواکو سره د نړۍ سیمې او افغانستان د سولې په هکله خبرې کړې دي.