د استرالیا کرکټ‌ لوبډله  ۲۴ کاله وروسته پاکستان ځي

دا په تیرو ۲۴ کالونو کې لومړی ځل دی چې د اسټرالیا لوبډله پاکستان ته د لوبو لپاره ځي.

ټاکل شوې د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډله د همدې روان کال د مارچ په میاشت کې پاکستان ته د دریو ټیسټ لوبو لپاره ولاړه شي.

دا په تیرو شاوخوا ۲۴ کالونو کې لومړی ځل دی چې د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډله پاکستان ته د لوبو لپاره ځي.د ټیسټ دا لوبې د مارچ په څلورمه پیل کیږي او ټاکل شوې د راولپنډۍ، کراچۍ او لاهور په ښارونو کې وشي.

اسټرالیا د سه شنبې په ورځ د دې سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړله چې کپتاني به یې تیز توپ اچوونکي پټ کومینز کوي.

په پاکستان کې په ۲۰۰۹ کال کې د سریلانکا په لوبډلې د برید څخه وروسته نړیوالې لوبډلې دې هیواد ته د لوبو لپاره نه ورتلې خو په ۲۰۱۵ کال راپدیخوا یو شمیر لوبډلو د امنیتي ستونزو سره سره پاکستان ته د لوبو کولو لپاره زړه ښه کړی.

د پاکستان په کوربه توب ډیری لوبې په عربي متحده اماراتو کې کیدلې.

د اسټرالیا لوبډلې پداسې حال کې پاکستان ته د لوبو کولو لپاره زړه ښه کړی چې تر دې مخکې د نیوزلینډ او انګلستان لوبډلو پاکستان ته د امنیتي دلایلو په خاطر د لوبو لړۍ لغوه کړلې.

د نیوزلنډ کرکټ بورډ تیر کال دسپتمبر ۱۷ (وږي۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي‌ چې د پاکستان په اړه د نیوزلنډ په حکومت کې دننه «د ګواښ کچه» زیاته وه او په سیمه کې د نیوزلنډ د امنیتي ډلو له مشورې وروسته پرېکړه وشوه چې د کرکټ‌ لوبډله به پاکستان کې خپل سفر پای ته رسوي.

د نیوزلنډ کرکټ بورډ په ټویټر کې لیکلي دي چې اوس یې له پاکستان څخه د لوبغاړ د اېستلو لپاره ترتیبات نیول شوي دي.

دا چي پاکستان نشي کولی د نړیوالې لوبډلو کوربه توب په کور دننه وکړي، د دې هیواد کرکټ بورډ شاوخوا ۲٠٠میلیونه ډالر زیان ګاللی.