د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د استرالیا نه امریکا ته د شاوخوا ١٢٥٠ مهاجرو د تبادلې معامله "احمقانه" او "خورا خرابه" وگڼله.
په دې ترڅ کې د واشنگټن پوست ورځپاڼې د استرالیا د صدراعظم او د ښاغلي ټرمپ ترمنځ د یو جنجالي ټلیفوني مکالمې خبر ورکړی دی چې ددې ورځپاڼې د رپوټ په بنسټ کیدای ددغو دوو اوږدمهاله متحدو هیوادونو ترمنځ ټینگې اړیکې خرابې کړي.
د استرالیا د صدراعظم مالکوم ترنبول سره د ښاغلي ټرمپ ټلیفوني تماس د یو ساعت لپاره پروگرام شوی و، خو د واشنگټن پوست ورځپاڼې د رپوټ له مخې ښاغلي ټرمپ له ٢٥ دقیقو خبرو وروسته دغه تیلیفوني تماس هغه وخت بند کړ چې ښاغلي ترنبول د سوریې په کړکیچ خبرې پیل کړې.
د استرالیا صدراعظم خبریالانو ته وویل چې د ښاغلي ټرمپ سره د هغه خبرې نیغ په نیغه وی، خو په دې اړه یې له زیاتو جزییاتو د څرگندولو نه ډډه وکړه.
وروسته له هغې چې دغه تیلیفوني تماس د خبرونو سرلیکه شو، ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټر کې ولیکل "باور کوئ؟ د اوباما حکومت موافقه کړې ده چې په زرگونو غیر قانوني مهاجر له استرالیا نه ومني. ولې؟ ددې احمقانه معاملې په اړه به غور وکړو".
Do you believe it? The Obama Administration agreed to take thousands of illegal immigrants from Australia. Why? I will study this dumb deal!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) February 2, 2017
د امریکا پخواني جمهور رئیس باراک اوباما، د تیر کال په وروستیو کې د استرالیا سره په یوه جنجالي معاملې کې موافقه وکړه چې شاوخوا ۱۲۵۰ غیر قانوني پناه غوښتونکي چې اکثر یې د افغانستان، عراق او ایران دي او د ناورو او پاپوا نیوگینی د مهاجرو په کمپونو کې میشت دي، په امریکا کې ومني.
په بدل کې استرالیا ددې معاملې په بنسټ موافقه کړې وه چې د السلوادور، گواتیمالا او هندوراس د هیوادونو مهاجر په خپله خاوره کې ومني.
د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر، او د په استرالیا کې د متحده ایالاتو سفارت دواړو ویلي دي چې جمهور رئیس ټرمپ به دغه معاملې ته درناوی وکړي.
د مهاجرو د تبادلې د جنجالي معاملې په اړوند د واشنگټن او کانبیرا په اړیکو کې تاوتریخوالی ښایي جدي عواقب ولري.
استرالیا او د امریکا متحده ایالات د "پنځو سترگو" په نامه د پنځو هیوادونو په ډله کې شامل دي چې په نړۍ کې د استخباراتي اطلاعاتو د تبادلې تر ټولو پرمختللې او ستره شبکه ده.
متحده ایالات همداشان غواړي چې سږکال نورې پوځي الوتکې د استرالیا د شمال په استوایي سیمو کې ځای پر ځای کړي. په دې سره به د چین جنوبي جنجالي سمندرگي ته نژدې ساحو کې د امریکا شتون پیاوړی شي.
له دې سربیره استرالیا د لسو هیوادونو له ډلې څخه ده چې د امریکا د متحده ایالاتو څخه اف ۳۵ پرمختللې جنگي الوتکې اخلي.