ناڅرګندو وسله والو د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال وژلي

د پکتيا د ولايتي شورا مرستيال ايوب غروال

د پکتيا د ولايتي شورا مرستيال ايوب غروال نن سهار په يوه وسله وال بريد کې وژل شوی دی.

د پکتيا والي محمد حليم فدايي نن شنبه سپټمبر۱۹(۲۹)پر خپل ټوېټر ليکلي چې ايوب غروال سهار شاوخوا پنځه بجې د ګردېز ښار اړوند بلند منزلو سيمه کې داسې مهال تر وسله وال بريد لاندې راغلی، چې پوهنتون ته پر لار و.

د نوموړي په وينا هغه لومړی ټپي او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

والي محمد حليم فدايي د دې بريد د عاملينو د معلومولو او تعقيب په هکله د هڅو خبر ورکړی دی.

د پکتيا د ولايتي شورا رئيس عبدالمالک ځاځی وايي چې ايوب غروال د دغه ولايت په يوه خصوصي پوهنتون کې د حقوقو پوهنځي محصل و او نن يې له مونوګراف څخه د دفاع ورځ وه.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ولسمشر غني د ایوب غروال د مړینې په اړه اندېښنه ښودلې او امنیتي ارګانونو ته یې په دې اړه د څېړنو امر کړی دی.

ولسمشر غني په هیواد کې د سولې ټینګېدو او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو په هدف یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو د اوربند ټینګولو غږ کړی دی.

تر اوسه د دې بريد مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.