اذربایجان قره باغ ته د مرستو رسولو د منظم بهیر لپاره چمتووالی څرګند کړ

د اذربایجان حکومت د چهارشنبې په ورځ، سپټمبر ۱۳‌ (وږي۲۲) وویل چې دغه هېواد چمتو دی چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته اجازه ورکړي چې د قره باغ سیمې ته په منظمه توګه بشري مرستې ولېږدوي.

خو په ورته وخت کې اذربایجان چارواکو ادعا کړې چې ارمني بېلتون غوښتونکو قره باغ ته د بشري مرستو د رسیدو مخه نیولې ده.

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د ناګورنو قره باغ پر سر تاوتریخوالی په وروستیو میاشتو کې زور اخیستې دی او ارمنستان پر اذربایجان تور لګوي چې د لاچین دهلیز یې چې ارمنستان له ناګورنو قره باغ سره نښلوي، تړلې ده.

خو بلخوا د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر جیهون بیراموف ټینګار کړی، چې باکو د قره باغ سیمې ته د لاسرسی لپاره ژمن او چمتو دی.

نوموړي په جینوا کې خبريالانو ته وويل، چې دلته (جینوا) کې يې د سره صليب د نړيوالې کمېټې له مشر سره کتلي او قره باغ ته د لاسرسي په برخه کې يې د باکو پر همکارۍ يوځل بیا ډاډ ورکړی دی.

هغه قره باغ ته د بشري مرستو د لېږد په اړه وويل: "د سره صليب نړيواله کمېټه چمتو ده... د اذربايجان حکومت چمتو دى.... دا کار به په منظم ډول ترسره شي. موږ هر ډول همکارۍ ته چمتو يوو."

د بیراموف په وینا، یوازینۍ مسله چې تر اوسه حل شوې نه ده د "ارمني نژاده ځایي اوسیدونکو" لخوا د لاچین دهلیز بندول دي.

ناګورنو قره باغ چې اکثره اوسیدونکي یې ارمنیان دي، په بشپړه توګه د اذربایجان په خاوره کې دی او د لاچین دهلیز یوازینۍ لار ده چې ارمنستان کولی شي دې سیمې ته مرستې ولېږدوي.

په همدې حال کې په قره باغ کې ارمني بېلتون غوښتونکو تایید کړه، چې د سه شنبې په ورځ د روسیې د مرستو یو کاروان سیمې ته رسیدلی دی.

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د سولې د هوکړې له مخې چې په ۲۰۲۰ کال کې د روسیې په منځګړیتوب لاسلیک شوی و، د لاچین دهلیز امنیت د روسیې د سوله ساتو ځواکونو له خوا ساتل کیږي.

باکو د ارمني چارواکو تورونه او ادعاوې رد کړې او وايي، چې دغه اکمالات د اذربایجان تر ادارې لاندې سیمو له لارې قره باغ ته لېږدول کېدای شي.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې یو ویاند هم ددې خبرې پخلی کړې چې دغه سازمان چمتو دی چې قره باغ ته "له هرې ممکنې لارې د اړتیا وړ مرستو یوه لویه جوپه" ولیږدوي.

اذربایجان او ارمنستان په ۱۹۹۰ او ۲۰۲۰ کلونو کې د قره باغ سیمې د کنټرول پر سر دوه ځلې جګړې کړې دي. د ۲۰۲۰ کال شپږ اونیزه جګړه د دواړو غاړو له ۶۵۰۰ څخه زیاتو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واړوله او د مسکو په منځګړیتوب او په سیمه کې د روسیې د سوله ساتو ځواکونو په ځای پر ځای کولو سره پای ته ورسیده.

خو د اروپايي ټولنې، امريکا او روسيې د منځګریتوب له هڅو سره سره دغه دواړه هېوادونه په دې نه دي توانېدلي، چې يوې تلپاتې سولې ته ورسېږي.