اذربایجان: د شوشا ښار مو ونیو، ارمنستان: جګړه لا هم روانه ده

د شوشا ښار یوه څنډه

اذربایجان نن د نومبر په اتمه (لړم ۱۸) وویل چې ددې هیواد ځواکونو د شوشا ستراتیژیک ښار د ارمني جلاغوښتونکو څخه نیولی، خو ارمنستان وایي چې د قره باغ د سیمې په دغه ښار کې جګړه لا هم روانه ده.

د شپږو اونیو جګړو وروسته د اذربایجان لپاره د شوشا ښار نیول یوه لویه بریا ګڼل کیږي.

دغه غرنی ښارګوټی د قره باغ د مرکز په ۱۵ کیلومترۍ کې پر لویه لار پروت دی چې د ارمنستان خواته غزیدلې ده.

د اذربایجان جمهور رئیس الهام علییوف، نن په یوه تلویزیوني وینا کې ددغه ښار د نیولو خبر ورکړ.

د باکو اوسیدونکو د ښاغلي علییوف تر وینا وروسته د اذربایجاني پوځ ددغه بریا جشن ونیو.

په څو تیرو ورځو کې دواړو خواو پدغه ښار کې د سختو نښتو رپوټونه ورکړي وو.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان، ویلي دي چې د اذربایجان د پوځ په واسطه د "اشغال شویو ښارونو د ازادولو" هرکلی کوي. ترکیه د اذربایجان د عمده متحدینو له ډلې څخه ده.

د قره باغ په سیمه کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ کړکیچ د سپتمبر په ۲۷ پیل شو او تر اوسه د ملکي وګړو په ګډون په زرګونو کسان په دغه جګړه کې وژل شوي دي.

تر اوسه ددغو دوو هیوادونو ترمنځ د یو ثابت اوربند د ټینګیدو لپاره د روسیې، فرانسې او د امریکا د متحده ایالاتو هڅې ناکامې شوې دي.

د نړیوال قانون له مخې د ناګورنو قره باغ غرنۍ سیمه د اذربایجان د خاورې جز ګڼل کیږي. خو ددې سیمې اکثریت اوسیدونکي ارمنیان دي او د اذربایجان واکمني نه مني.

په اتیایمه لسیزه کې دغه سیمه د پخواني شوروي اتحاد د اذربایجان جمهوریت د سرحد په اوږدو کې پرته وه، خو هغه وخت ټول تصمیمونه مسکو کې نیول کیدل.

کله چې شوروي اتحاد په ړنګیدو شو، څرګنده شوه چې ناګورنو قره باغ به د اذري حکومت د مستقیم کنترول لاندې شي خو ارمني نژادو دا ونه منله.

په نتیجه کې فرقه یي کړکیچ رامنځ ته شو او ۱۹۹۱ کې د اذربایجان او د ناګورنو قره باغ د ارمني نژادو ترمنځ کړکیچ چې ارمنستان یې ملاتړ کاوه په جګړه واوښت. په زرګونو کسان ووژل شول او په سلګونو زره بیځایه شول.