د باختر افغان هوايي شرکت بیا فعالیت پيل کړ 

دا شرکت په داخلي جنګونو کې زیانمن او له فعالیت غورځېدلی و

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني نن یکشنبه د اکتوبر ۲۵ (لړم۴) د باختر افغان هوايي شرکت بېرته پرانیست.

دا شرکت د افغانستان په داخلي جنګونو کې زیانمن شوی و او فعالیت یې درېدلی و.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په یو ښه پرمختګ کې د باختر افغان هوايي شرکت یو ځل بیا د هېواد په فضا کې پروازونه پیل کړل.

تر دې مخکې ولسمشر غني ویلي وو چې د باختر افغان هوايي شرکت به بېرته فعالوي.

د افغانستان د ترانسپورت وزارت څه موده مخکې د دغه هېواد پارلمان ته ویلي وو چې د باختر افغان هوايي شرکت د بیا فعالېدو ابتدايي کارونه یې له امریکايي شرکت سره مخې ته وړي او ژر به فعال شي.

د باختر افغان هوايي شرکت چې نیمه دولتي شرکت هم بلل کیږي په ۱۳۴۵ کابل فعالیت پیل کړ.

دغه شرکت د افغانستان د بل شرکت «اریانا افغان» تر څنګ داخلي پروازونه کول، همدغه ځینې بهرني پروازونه یې هم پیل کړي وو چې بیا په کورنیو جګړو کې له فعالیت څخه وغورځېده.