د باختر افغان هوايي شرکت ازمایښتي الوتنې پیل شوي دي

باختر افغان هوايي شرکت په ۱۳۴۵ هجري لمریز کال کې جوړ شوی

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره او د باختر افغان هوايي شرکت وايي چې د دغه شرکت ازمایښتي الوتنې یو شمېر ولایتونو ته پیل شوي دي.

د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند نن یکشنبه اکټوبر څلورمه (تلې۱۳) امریکا غږ ته وویل چې د کرونا وبا د دغه بیا رغول شوي شرکت د فعالیت پیلېدو لړۍ ټکنی کړې وه او په نیږدې راتلوکې کې به یې رسما الوتنې پیل شي.

یاد شرکت تېره ورځ له کابل څخه کندهار ته خپل ازمایښتي الوتنه کړې ده.

له بلې خوا د باختر افغان شرکت چارواکي وايي چې یاد شرکت د ښه کیفیت لرلو په برخې کې د (ایکو او ایاتا) نړېوالو بنسټونو پنځه معیارونه بشپړ کړي دي.

ددې شرکت شرکت مشر مسلم خرم، امریکا غږ ته وویل: "موږ پنځه معیارونه بشپړ کړي دي او په پام کې ده چې دغه شرکت دوه نورې نوې الوتکې وپېري."

د باختر افغان هوايي شرکت اوس مهال یو الوتکه په لري او په پام کې ده چې، دوه نورې الوتکې به له کاناډایي شرکت (ټي هویلنډ) نه وپېرل شي.

باختر افغان هوايي شرکت په ۱۳۴۵ هجري لمریز کال کې خپل فعالیت پیل کړی و، کورنۍ او بهرنۍ الوتنې یې ترسه کولې، خو د کورنیو جګړو پیلېدو سره یې ټول بنسټونه له منځه ولاړل.

د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې د افغانستان حکومت د دغه شرکت د فعالیت بیا پیلېدو په اړه ویلي وو چې په شپږو میاشتو کې به دغه شرکت خپل فعالیت له سره پیل کړي، خو د کرونا ویروس د خورېد له امله د هوايي چلند چارې په افغانستان او نړۍ کې ټکنۍ شوې.

تېرو دوو لسیزو کې افغانستان کې یو شمېر خصوصي شرکتونو فعالیت پیل کړ، خو د مالي لاملونو له امله یې شرکتونه وتړل شول.

اوس مهال دولتي شرکت آریانا افغان او کام ایر خصوصي شرکت په دغه هېواد کې کورني او یو شمېر هېوادونو ته بهرنۍ الوتنې کوي.