د عامې روغتیا وزارت: په تور فنګس د اخته کسانو شمیر ډیر شوی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي د تور فنګس په ناروغۍ د اخته کسانو شمیر ډیر شوی.

افغانستان کې د تورفنګس پر ناورغۍ د اخته ناروغانو شمیر لسو تنو ته لوړ شوی او د کابل سربیره په څو نورو ولایتونو کې هم د دغې ناروغۍ پيښې ثبت شوي دي.

د بلې خوا د عامې روغتیا وزارت وايي، چې پدې ناروغۍ اخته شوي کسان دمخه د کرونا پر ناروغۍ هم اخته شوي وو.

د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې تور فنګس په نوم د نوې ناروغۍ د ناروغانو د شمیر د زیاتیدو خبر ورکړی او ویلي دي، چې دا ناروغۍ د کابل او څو شمالي ولایتونو وروسته د بامیان او میدان وردک ولایتونو کې هم خپره شوې ده.

د دغه وزارت مرستیال ویاند ډاکټر میرویس علیزی وايي، چې اوس مهال د تورفنګس د ناروغانو شمیر لسو تنو ته رسیلی دی.

ډاکټر علیزي وویل " تراوسه پورې لس مثبتې پيښې د بلک فنګس یا تور فنګس د ناروغۍ پیښې په هیواد کې ثبت شوي، چې ډیرې پیښې د کابل په ولایت کې دي او نورې پیښې بیا په بامیان وردک، فراه او سمنګان کې ثبت شوي دي".

پر دغې ناروغۍ لومړی په هند کې د کرونا ویروس د ناروغۍ د روانې څپې په وروستیو کې هغه کسان اخته شو، چې د کرونا ویروس ناروغي یې یا تیره کړې وه او لا هم له دغې ناروغۍ کړیدل.

د افغانستان د عامې وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح وايي، په افغانستان کې د کرونا وبا د درییمې څپې په ترڅ کې د کرونا د هندي بڼې ویروس ، چې د لتا ویروس نومول شوی په پراخه توګه خپور شوي او اوس مهال اټکل دادی، چې په افغانستان کې تر ۶۰ فیصدو پورې د کرونا ویروس پیښې د هند د دلتا ویروس د بڼې سره تړاو لري.

ډاکټر مجروح وویل " په افغانستان کې د کرونا ویروس دلتا شکل په ډیر وسیع ډول خپور شوی او دا خپله یو عمده لامل دی د واقعاتو د زیاتوالي او د واقعاتو وخامت نو هیلمن یم، چې زمونږ محترم ملت د دې ټکې په نظر کې نیولو سره وقایوي احتماماتو ته له دې هم زیاته پاملرنه وکړي".

په افغانستان کې د شاوخوا پنځه میاشتو راهیسې د کرونا ویروس وبا درییمه څپه خپره شوې، چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې لا هم د خپریدو په حال کې ده.

د کرونا ویروس د درییمې څپې پر مهال نه یوازې پر دغې ناروغۍ د ناروغانو شمیر زیات شوی بلکې د کرونا ویروس پر ناروغۍ د مړو شوو ناروغانو شمیر هم ډیر زیات شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند ډاکټر میرویس علیزی وايي، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس پر ناروغۍ ۶۲ ناروغان مړه شوي دي.

ډاکټر علیزي وویل " په تیر ۲۴ ساعتونو کې ۳۴۸۱ مشکوک کسان د هیواد په ټولو دولتي او خصوصي لابراتورونو کې د کرونا لپاره معاینه شوي، چې له ډلې یې د ۱۰۹۲ تنو د معاینې پایلې مثبتې ختلي دي ، چې ورسره په افغانستان کې د ټولو مثبتو پیښو شمیر ۱۳۰ زره او ۱۱۳ ته رسیدلی دی.

همداشان په دغه موده کې۱۰۶۲ کسان بیرته رغیدلي دي او متاسفانه ۶۲ تنه د کرونا پر ناروغۍ مړه شوي دي".

افغانستان کې اوس مهال د کرونا ویروس پر ناروغۍ د اخته کسانو شمیر، چې یا په کورونو او یا هم په روغتونونو کې بستر دي د ۴۶ زرو څخه اوړیدلی دی. په افغانستان کې د کرونا ویروس د وبا لومړۍ پیئښه اوړم کال د کب په پنځمه د هرات په ولایت ثبت شوې وه، اوس دا ناروغۍ د دغه هیواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې خپره شوې ده.