حکومت: د بلخ ولایت مرستیال د چارو سرپرست دی

د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره وایې چې د اصولو له مخې، اوسمهال د بلخ ولایت مرستیال والي د دغه ولایت د اداري چارو مسؤلیت پر غاړه لري.

د دغې ادارې ویاندې منیره یوسفزاده امریکا غږ ته وویل چې په چارو کې د خنډ او ځنډ د مخنيوي په خاطر د بلخ مرستیال والي، د ولایتي اداري سرپرستي پر غاړه لري. محمد بشیر توحیدي د بلخ د والي مرستیال دی.

محمد بشیر توحیدي د بلخ د والي مرستیال دی.

میرمن یوسفزاده وویل "د بلخ ولایت د والي مرستیال لري، هغه ولایتي چارې پرمخ بیايي او اجازه نه ورکوي چې د محلي ادارې په کار کې خنډ رامنځته شي."

د افغانستان جمهوري ریاست د دوشنبې په ورځ [ډسامبر ۱۸] خبر ورکړ چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ والي عطا محمد نور استعفا منظوره کړې ده. ولسمشر د ښاغلي نور پر ځای انجنیر داوود د بلخ د نوي والي په توګه ګمارلی دی.

د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور ځان برحاله والي بولي او وايې چې د ده د استعفا په اړه د جمهوري ریاست پریکړه "منتفي" ده.

د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره وایې چې دوي په بلخ کې د نوي والي د معرفي کولو لپاره د ولسمشر غني هدایت ته انتظار باسي.