د شمالي ولایتونو میرمنې وايي په دولت کې کلیدي نقش نلري

د افغانستان د شمال ولایتونو د ښځود حقوقو لپاره په کار بوختې میرمنې وایي چې د افغانستان په دولت کې د میرمنو نقش کلیدي ندی. دوي زیاتوي چې د دولت لخوا په مهمو مسایلو کې لکه د سولې په پروسې کې د دوي سره مشورې نه دي شوي. همداشان د ښځو حقوقي ستونزې ډيرې زیاتې دي.

دا بیانات وروسته لدې د دې میرمنو لخوا کیږي چې په دې وروستیو کې د میرمنو صحرایي محکمو ته د مطبوعاتو او د دوي په اړه صحرایي فیصلو ته د خلکو پام اوښتی دی.

د ښځو لپاره کارکونکې دا میرمنې همداشان وایي چې د سولې لپاره په هڅو کې میرمنو ته توجه نده شوې د افغانستان په پارلمان کی د بلخ ولایت نه استازی میرمن ګلالی نور صافی پدی اړه داسي وايي:«موږ لا اوس هم په افغانستان کې له داسي ستونزو سره مخ یو هغه افکار قدرت چی ښځه یی لري او غواړی خپل غږ پورته کړی کوم داسي باور ندی جوړ شوی ورته چی ورته پاملرنه وشي او ښځه لا هم د ټولنې دوهم درجه غړي شمیرل کیږي »

د کندز ولایت د ښځو چارو ریسه میرمن نادره ګیاه داسي وایی :«موږ خوشبینه نه یو چی سوله په معامله ګریو وی ،سوله د ښځو په حقوقو معامله وي او په دی لاسته راوړنو وی چی په دی تیرو لسو کلونو کی د افغانستان دولت درلودلی وی نو له داسی سولی سره موافق نه یو وایم چی باید د سولی لپاره په هڅو کی باید میرمنو ته وڼډه ورکړل شی خصوصا هغه میرمنو ته چې د افغانستان له سیاسي اقتصادی او امنیتی وضعیت نه شه تحلیل لري »

همداشان د بلخ ولایت د ښځو حقوقو لپاره یوه فعاله میرمن حمیده داسي نظر لري :« یوه هغه لاره چې د سولې او ثبات راوستلو ته یوه ښه نتیجه ښایی ورکړي دا ده چې د سولې پروسه او تګلاره کې باید میرمنې ډیر حضور ولري. د سولې په عالي شورا کې په ولایتي کمیټو کې حضور ولري. عموما دا باید هغه میرمنې وي چې په مستقیم او غیر مستقیمه توګه له ګواښونو سره مخ دي .او دا موضوع درکولای شي .»

دا میرمنی وایي چی دولت باید د ښځو د صحرایي محاکمو مخه ونیسي او همداشان هغه کسانو ته باید سزا ورکړل شي چی د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی کوي.

د افغانستان د مدنې ټولنې او بشري حقوقو د شبکې اجراییوی مسول نعیم نظری بیا د خپلی شبکې د اندیښنو په اړه چې د ښځو د حقوقو د نقض په اړه دي داسی وایی : ،،د افغانستان په حکومت کی شاید داسي څیرې وې چې د ښځو حقوقو ته چندان پاملرنه ونکړي ، اجتماعي اوفرهنګي معضلاتو ته په لیدو پدې برخه کې میرمنې له ډیرو جدي ستونزو سره مخ دي. د افغانستان په یو تعداد ولایتونو کې لاهم ښځې صحرایي توګه محاکمه کیږي. وسله وال ګروپونه شته چې حقوق نقضوي او داچی دولت باید د حقوقو رعایت وکړي.،،

د بلخ په ولایت کی د ښځو په حقوقي چارو بوختې میرمنې داسي نظر لري چې په حکومت کې داسی کسان شته چی د ښځو د نقش د ځواکمنیدو اراده حصوصا د سولې په هڅو کې نلري. د مدني ټولنې او بشري حقوقو د شبکې مسولین وایي چې لاهم د هیواد په بیلابیلو برخو کې وسله والې غیر قانونې ډلې شته چې دوی د خلکو حقوق په تیره د میرمنو حقوق نقضوي چی باید د امنیت په تامین سره د دی ډلو د فعالیت مخه ونیول شي او نور پری نښودل شي چی په خپل خواست سره د خپلې غوښتنی مطابق خلک محاکمه کړي.

فریده -رستم خیله- بلخ