طالبانو د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې عملیات تائید کړل

د طالبانو دفاع وزارت د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د خپل یو جلا شوي قوماندان، مهدي مجاهد د پلویانو پر ضد تصفیوي عملیات تائید کړل.

د طالبانو دفاع وزارت پرون شنبه جون ۲۵ (چنګاښ څلورمه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د څو ورځو راهیسې یې د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د "بغاوتګرو" پر ضد پراخ تصفیوي عملیات پيل کړي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت همداشان ویلي :"څو ورځې وړاندې، د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو د سرپل ولايت اړوند بلخاب ولسوالۍ کې د بغاوتګرو پر وړاندې ګډ چاڼيز عمليات تر سره کړل؛ دغو ځواکونو نن سهار د هغو سيمو په نيولو سره چې باغيان پکې موجود وو، عملیات پای ته ورسول."

په اعلامیه کې ویل شوي چې د یادې ولسوالۍ د مرکز په نیولو سره عملیات پای ته رسېدلي، خو زیاتوي چې د دغه ولسوالۍ په لیري پرتو سیمو کې لا هم عملیات روان دي.

مولوي مهدي د طالبانو له پخوانیو قوماندانانو څخه و چې په دې وروستیو کې له هغوی څخه جلا شوی و او په وسله وال مخالفت یې لاس پوري کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته مولوي مهدي د طالبانو لخوا د بامیانو ولایت د استخباراتو د عمومي رئیس په توګه ټاکل شوی و، خو تر څه مودې وروسته له یادې دندې څخه لیري کړای شو. د هغه د لیري کېدو ښکاره دلیل تر دا مهاله نه دی معلوم شوی.

ښاغلی مهدي له دندې څخه تر لیري کېدو وروسته خپل پلرني ټاټوبي بلخاب ته ولاړ او له هغه ځایه یې د طالبانو له حکومت سره خپل مخالفت اعلان کړ. د راپورونو له مخې طالبانو بامیانو ته د خپلو لوړپوړو چارواکو په استولو سره هڅه وکړه چې دغه مسئله د خبرو له لارې هواره کړي، خو ویل کیږي چې دواړه لوري کومې پایلې ته سره ونه رسېدل.

بلخوا مولوي مهدي ته نژدې کسانو د طالبانو لخوا د بلخاب ولسوالۍ د مرکز نیول رد کړي او ویلي يې دي چې اوس مهال د دغه ولسوالۍ په بازار کهنه، شیر قلعه، دامن کوتل او ځینو نورو سیمو کې جګړه روانه ده.

یو شمېر سیمه ییزو رسنیو د بلخاب ولسوالۍ جګړه کې د ګڼو طالبانو د مرګ ژوبلې او د طالبانو لخوا د اوو ملکي کسانو د وژل کېدو ادعا هم کړې ده، خو دغه ادعا تر دا مهاله په خپلواکه توګه نه ده تائید شوې.

د طالبانو دفاع وزارت زیاتوي چې په یادو عملیاتو کې د دوی کسانو ته زیان نه دی رسېدلی او په خبره یې "باغیان" له مقاومت پرته غرونو ته ختلي دي.

پر همدې مهال د هزاره ګانو نړیوالې ټولنې په بلخاب ولسوالۍ کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې د دواړو لورو په جګړه کې به د دغه ولسوالۍ ملکي وګړو ته زیات زیان ورسیږي.

دغه شورا ویلي: "په داسې یو بېړني حالت کې د نړیوالې ټولنې لپاره مهمه ده چې په بلخاب کې اوس مهال رامنځته شوو پېښو او پر ملکي وګړو د طالبانو بریدونو له امله د جګړې او تاوتریخوالي پایلو ته پام واړوي. چې کېدایشي د پراخو جنایتونو او بشري سرغړونو لامل شي."

په سرپل ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د بلخاب ولسوالۍ په جګړه کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو د سرپل لپاره د طالبانو والي تیره ورځ وویل چې دوی د بلخاب ولسوالۍ له خلکو سره هیڅ ستونزه نلري.

عبدالرحمن اکه په یو ویډیويي پیغام کې وویل: "د بلخاب ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکوو چې موږ د دغه ولسوالۍ له خلکو سره هیڅ ستونزه نلرو. د بلخاب خلک زموږ سره دي. موږ خپل چمتووالی لرو چې د بلخاب له خلکو سره نېک چلند وکړو."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د پنجشېر او بغلان ولایتونو په ځينو سیمو کې د طالبانو او د مقاومت جبهې د وسله والو تر منځ هم د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.