د هالنډ او افغانستان لوبه؛ کېنګما د بال خرابولو له کبله جریمه شو 

کېنګما افغان توپ وهونکي ته توپ اچوي

د کرکټ نړیوالې شورا د هالنډ لوبغاړی ویویان کېنګما د توپ د خرابولو (بال ټمپرینګ) له کبله جریمه کړی او د ځینو نړیوالو لوبو څخه یې بند کړی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۶ (سلواغه شپږمه) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د هالنډ دغه لوبغاړي له افغانستان سره په لوبه کې د کرکټ د نړیوالې شورا قانون مات کړی دی.

هغه به د هالنډ په را روانو څلورو نړیوالو لوبو کې نشي‌ لوبېدای او تر څنګ یې د نظم او لوبو د اخلاقو په برخه کې یې پنځه نومرې کمې شوي‌ دي.

افغانستان په قطر کې له هالنډ سره درې یوه ورځنۍ لوبې وکړې او درې واړه یې وګټلې.

بال ټمپرینګ څه شی دی؟

د هالنډ چټک توپ‌ اچوونکي ویویان کېنګما له افغانستان سره د تېرې ورځې د لوبې په ۳۱م اور کې په خپلو نوکانو باندې د توپ د اصلي بڼې د خرابولو هڅه کوله. په هرې وسیلې چې د توپ اصلي بڼه خرابه شي یا یې د خرابولو هڅه وشي، دې کار ته د کرکټ په اصطلاح کې «Ball Tampering» وايي.

په دې کار سره د توپ اصلي بڼه قصدآ خرابېږي چې توپ اچوونکي مخالف توپ وهونکو ته سرخوږی جوړ کړي، کېنګما چې کله توپ‌ خرابوه، افغانستان توپ اچونه کوله، خو د تلویزون کیمرو هغه ولیده.

دا کار د کرکټ د نړیوالې شورا د قانون او اخلاقو خلاف دی. د لوبې لوبڅار احمد شاه پکتین په دې کار سره د هالنډ لوبډله پنځه منډې جریمه کړی هم و.

د کرکټ نړیواله شورا وايي‌ چې لوبغاړي کېنګما په خپل جرم اعتراف کړی دی. البته هغه لومړی لوبغاړی نه دی چې دا کار کوي، تر ده مخکې د ځینو نورو هېوادونو ځینو نورو لوبغاړو هم دا کار کړی او سزا ورکړل شوې وه.

یو ځل د پاکستان پخواني کپتان شاهد اپریدي له استرالیا سره په لوبه کې په خپلو غاښونو باندې د توپ‌ د خرابولو هڅه کړې وه چې ولیدل شو او بیا سزا ورکړل شوه.