په بلوچستان کې په لومړنۍ ځل ښځه قاضۍ ټاکل شوي

د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د لومړي ځل لپاره یوه میرمن د عالي محکمې مشره قاضۍ ټاکل شوې.

د پاکستان د سترې محکمې قاضي القضات ثاقب نثار ویلي دي چې قاضي طاهره صفدر یې د بلوچستان د عالي محکمې مشره ټاکلې چې د سپټمبر د میاشتې د لومړۍ نیټې نه وروسته به خپل کار پیل کوي.

د میرمن صفدر نه وړاندې د ایالتي محکمي قاضي القضات محمد نور مسکانزی و چې د کار موده یې د همدې کال د اګست د میاشتې په 31 مې نیټې پای ته رسیږي.

طاهرې صفدر په پاکستان کې یو شمیر غټې دوسیې څیړلې. میرمن صفدر په هغو دریو قاضیانو کې یوه وه چې پخواني پوځي دیکتاتور پرویز مشرف یې د خیانت په تور محاکمه کړی و.