طالبانو غزني کې تر ۱۸ کلونو کم عمره کسانو د موټرسایکل پر چلولو بندیز لګولی

په غزني ولایت کې طالب چارواکو له ۱۸ کلونو کم عمر لرونکو کسانو باندې د موټرسایکل په چلولو بندیز لګولی دی.

د ځايي چارواکو په خبره په دې وروستیو کې په موټر سایکلو د کم عمره ماشومانو ټکرونه زیات شوي وو او وروستی ګام یې د ټکرونو او مرګ ژوبلې د مخنیوي دپاره پورته کړی دی.

د غزني ولایت مقام ویلي چې د ترافیکو پولیس یې په جدي توګه د دغه بندیز څارنه کوي او په لسګونو سرغړوونکي نیول شوي دي.

ولایت په یو خپاره کړي بیان کې ویلي: "ترافیک پولیس چاته اجازه نه ورکوي چې په ښار کې نظم خراب او عام ولس ته سرخوږی جوړ کړي."

د غزني اوسېدونکی احمد الله همت د موټر سایل د ټکر د یوې پېښي کیسه کوي: "یوه کوچني هلک تازه موټر سايکل زده کړی وو، او له یوه بل ځوان سره یې ټکر وکړ او موټر سایکل یې پر سر وروخېژاوه. هغه هلک یې مړ کړ. له دې دا مالومېږي، چې د کمکو لپاره موټر سایکل چلول ښه کار نه دی."

په غزني کې چارواکي وايي، په تېر یو کال کې د موټر سایکلو ټکر تر ۸۰ سلنه زیاتو پېښو کې کم عمره ماشومان ټپيان شوي او یا وژل شوي دي، چې دوی یې د اکثرو د ټکر علت د چلوونکو بې غوري بولي.